کابل ټکی کام (پنجشنبه،۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل)
د راپورونو له مخې د هندوستان د لودیز په پونا سیمه کې د واکسين جوړولو په تر ټولو لويه کمپنۍ کې اور لګېدنې مرګ ژوبله اړولې.
امنیتي چارواکي وایي، چې دغه پېښه نن پنجشنبه ماسپښین مهال رامینځ ته شوې چې په پایله کې یې پنځه تنه مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د یادې کمپنۍ اجرائیه مشر پر خپله ټویټرپاڼه د یو پیغام په خپرولو سره پېښه تایید کړې، د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره یې غمرازي ښکاره کړې.
نوموړي ډاډ ورکړی چې د اورلګیدنې له امله به د واکسین جوړولو بهیر کې ځنډ را نشي او په خبره یې د واکسین جوړولو لړۍ به روانه وي.
باید وویل شي چې د هند د واکسین جوړولو په تر ټولو سترې ودانۍ کې داسې مهال اورلګیدنه رامنځته کیږي چې په دغه هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر شپږ میلیونو ته رسیدلی او ۱۵۳ زره کسان ترې مړه شوي دي.