د مولانا توره ثابت خان د مړينې پر مهال یو څو مشران او د فرغانې ستر علماء نمنګان ته راغلي ول او زمونږ په بڼ کې يو څه تم شول. قاري مسعود هم په هغوی کې و او په هغه ناسته کې يې ګډون کړی و. تر ډېره يې د هغې ناستې او په هغې ناسته کې د شويو خبرو په اړه راسره خبرې وکړې؛ آه يې وکړ او ژړل يې. بيا يې د خبرو موضوع واړوله او ويې وې:
زه په دې سيمه کې يو نيم کال کېږي چې اوسم؛ کوم تلاوت چې د ماسپښين د لمانځه پر مهال تا وکړ، زما په زړه کې يې سخته نرمي پيداکړه؛ کله چې دې دويمه رکوع په دردناک غږ پيل کړه “فاصبر لحکم ربک ولا تطع منهم آثماً او کفوراً” زما سترګو ته د بې غچه کسانو د بچيو، سترو اخلاصمنو او سمندر ډوله علماو څېرې ودرېدې، چې د ترکستان وياړونه ول او پر دې الهي امر ثابت قدمه پاتې شول. روسانو د هغوی د اخيستو لپاره هغوی ته هر ډول تمې او حرصونه ورکړل، خو له ناکامۍ او نهيلۍ پرته يې څه ترلاسه نکړل؛ بيا يې د کړاو او استبداد پر دُورو ووهل او په ډېر وحشت او دردناک ډول يې شهيدان کړل، خو د هغوی په ثابت قدمۍ کې يې کوم تزلزل او حرکت رانه ووست.
توره زاده! د وخت دې جابرانو قاضي عبدالحميد د شپې له کوره وويست او په ځنګل کې يې په مرميو وويشت؛ د مشق د تختې په ډول يې ودراوه، چې مړ نشي؛ کله چې د ټپونو له امله بې تابه شو، نو پر ټپونو يې چونه ور وپاشله؛ بيا يې په کنده کې وغورځاوه او له پاسه يې ګرمې سوځوونکې ايرې پرې ور واچولې؛ ورته ويې ویل، چې زمونږ امر ومنه، نو تابه خوشې کړو. دې مېړني يې په ځواب کې د دهر د سورت همدغه ایت ولوست. کمونستانو نيم ژوندی په خاورو کې ښخ کړ.
محی الدين يې هم بوولی و؛ ورته يې ووې، چې که ته (نعوذ بالله) لينن د محمد (ص) سيال او هم منصبه وبولې، پر خپلو پلويانو يې هم ومنې؛ نو ته، ستا بچي، ملګري او خپلوان به له کمونستي قانون څخه مافوق وګڼل شي او هر ډول جرمونه چې هغوی وکړي؛ هيڅکله به هم پرې ونه نيول شي. محی الدين په ډېر زغم ورته ووې، چې د خاورې نسبت کله سپېڅلې هستۍ ته کيدی شي؛ لينن لعين د هغو پښو له خاورو سره هم نشي برابرېدی، چې په هغو کې رسول الله پوزه سوڼ کړې او حاجت یې په کې پوره کړی… لينن يو مادياتپال، جابر، بدکرداره، له پټو حقيقتونو او له حقه منکر انسان دی. د لینن خلک هغه څوک ژوندی نه پرېږدي، چې پر دې حقيقتونو ايمان او باور لري؛ که څه هم هغه په خپله پوهه، عقل او وړتياو کې بې مثاله وي؛ خو ددې بر عکس رسول الله(ص) پر بشريت احسان کوونکی او کامل انسان دی. داسې يوه هستي ده، چې پټ حقيقتونه يې پر خپلو سترګو وليدل، خلک یې ور وبلل او د استبداد او تیري په منګولو کې راګيرو انسانانو ته یې ازادي ورکړه.
کمونستان پر دې ځواب ډېر په غوسه شول، هغه يې په يو لوړ ځای کې ودراوه او د ډزو ډله يې په پېنځو برخو وويشله. يوې ډلې يې سر نښه کړ، دويمې اوږې، درېيمې سينه، څلورمې ورنونه او پېنځمې زنګنونه؛ بيا یې پر يو ځای پرې ډزې وکړې او د سترګو په رپ کې يې مبارک بدن زرې زرې شو؛ د غوښو او وينو له ټوټو پرته يې نور څه پاتې نشول. کمونستانو هڅه وکړه، چې دا خونړۍ کړنې يې پټې پاتې شي، خو اونۍ نه وه تېره، چې آن ماشومان هم له دې پېښې خبر شول. د محی الدين د استقامت، ثابت قدمۍ او زړورتيا له امله د خلکو په زړونو کې د اسلام حقانيت او لوړتيا ژور ځای وموند. کله چې تا بيا بيا د دهر د سورت دا ایت ولوست، نو د نوموړي د شهادت ننداره، له علماو او بزرګانو سره يې چکرونه او هغه ناستې او خبرې چې ستاسې په بڼ کې شوې وې، زما سترګو ته وړاندې وړاندې شوې…
نور بیا…..
ــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: اعظم هاشمي
(دا په کابل ټکی کام کې د خپرېدونکي کتاب “د بخارا او سمرقند په وینو لړلی ژوند” د ژباړې اته ویشتمه برخه ده، چې خپرېدل یې دوام لري).