کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل)
د راپورونو له مخې نن ماسپښين یوه بجه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د کابل ادارې پر ځانګړو ځواکونو د هاموي ټانګ په وسيله زوروره چاودنه شوې، چې غږ يې د کندهار ښار ترڅنګ پنجوایي او ژړۍ ولسوالۍ کې هم اورېدل شوی.
د کابل حکومت د کندهار د امنيت امر مل پاسوال فريد احمد مشعل پېښه تائید کړې او په وینا یې چې بريد مرګ ژوبله هم لري، خو دقیق معلومات به يې وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
له بل لوري د کندهار یوه لوړپوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې برید د هاموي ټانک په وسیله د ځانګړو قوواو له یوه مرکز سره شوی چې په پایله کې یې ۴ تنه کمانډو عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
که څه هم تر اوسه طالبانو د یاد برید په اړه څه نه دي ویلي، خو له تیرو دوه میاشتو راهیسې د کندهار په ارغنداب، پنجوایي او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمینځ سختې نښتې روانې دي چې وخت ناوخت پکې د دولتي ځواکونو په مرکزونو زورور موټرم بریدونه ترسره کیږي.