م. احمد طلحه
له هغې ورځې چې پر هيواد مو اشغالګرو کرغيړن قدمونه ايښي، ورسره د افغان ملت د ځور لړۍ هم پيل شوې، هره ورځ لسګونه افغانان په بمبارويو، چاپو او مرموزو هدفي بريدونو کې قرباني کيږي، ديني او ملي ارزښتونو ته مو سپکاوی کيږي او نوی نسل مو له نظامي جګړې سره هممهاله د خطرناکې فکري جګړې هدف هم دی.
خو له کومې ورځې چې د افغان بحران لپاره د حل لپاره ډيپلوماتيکې هڅې ګړندۍ شوي، د يو شمېر هغو کړيو له خوا يې د سبوتاژ هڅې هم تيزې شوي، هغوی چې د جګړې او اشغال په دوام کې خپلې ګټې ويني او دلته د پردۍ ايډيالوژۍ د پلي کيدو لپاره کار کوي، نژدې هره ورځ د هدفي بريدونو له لارې د سولې رسا غږونه د تل لپاره خپ کوي.
په ځانګړې توګه هغه خلک ډېر په نښه کيږي، چې د اشغال ضد فعاليت سربيره، ديني رنګ هم لري او شپه –ورځ د ټولنې د اصلاح او د پرديو راواردو شويو افکارو او دودونو له منځه تګ لپاره نه ستړې کيدونکي هڅې کوي. چې په پلازمينه کابل او د هيواد په بيلابيلو برخو کې يې د ديني عالمانو او داعيانو د ترور ناځوانمردانه پيښې يې ژوندۍ بېلګې دي. د ټولنې دا ارزښتناک قشر ځکه په نښه کيږي، چې دوی د پردويو عقيدو، نظرياتو او دودونو د ترويج په مخنيوي کې ډېر مؤثر رول لري.
د دغسې با احساسه، پر دين او وطن مينو، علمي او مستعدو کدرونو ترور نه يوازې د سولې او پخلاينې روانې هڅې زيانمولی شي، بلکې راتلونکی افغانستان له سياسي او فکري فقر سره هم مخ کولی شي. هغوی چې ددې هيواد تلپاتې اشغال غواړي، هڅه کوي نوي نسلونه له پرديو فکرونو او دودونو اغېزمن کړي او د پرمختګ او ترقۍ په نوم يې د بې دينۍ وژونکي ګرداب ته ورټيله کړي.
د وتلي عالم او دعوتګر دوکتور محمد عاطف ترور هم د همدې لړۍ يوه برخه ده او که خدای مه کړه، د جګړې او اشغال د دوام غوښتونکي په خپلو شومو اهدافو کې بريالي شي، لسګونه کلونه نور به مو هم هيودوال وژل کيږي او د دغسې با احساسه او علمي کدرونو څخه به بې برخې کيږو. افغان ملت بايد په يو غږ د اشغال د دوام پرضد غږ پورته کړي او د لا زياتو وژنو مخه ونيسي.