م.احمد طلحه
داسې مهال چې د افغان بحران د حل په موخه ډيپلوماتيکي هڅې تر بل هر وخت زياتې شوي او په همدې موخه په قطر کې بين الافغاني خبرې هم پيل شوي دي، يو شمير ځانګړې سوله ضد کړۍ ددې پروسې د مخنيوي لپاره بېلابېلې بهانې لټوي، کله د لاسته راوړنو او کله هم د جمهوريت د ساتنې خبرې کوي او دا ډول غوښتنې د ټول افغان ملت غوښتنې ګڼي.
خو که واقعيتونو ته وکتل شي، افغان ملت چې لسګونه کلونه يې د ازادۍ او اسلامي نظام لپاره مبارزه کړې او په دې لاره کې يې بې سارې قربانۍ ورکړي، هيڅکله د اسلامي نظام پر ځای بل نظام نه غواړي او نه يې مني. افغان ملت د جمهوريت په نوم بې کفايته او بلواکه ادارې څخه هيڅ ښه خاطره نه لري او هيڅکله يې دوام نه غواړي.
په تېرو دوه لسيزو کې چې پرافغانستان د جمهوريت تر عنوان لاندې يوه فاسده اداره واکمنه ده، هيڅ داسې لاسته راوړنه، نه لري چې د درېدلي ملت درد دوا کړي او په ژوند کې يې مثبت بدلون رامنځته کړي، د وژنو، غلاوو او فساد د مخنيوي پرځای په خپله دغه ډول کړنو کې لاس لري او د هر کال په تېرېدو سره د خلکو په اقتصادي حالت کې د پام وړ ضعف راځي او د فقر په کچه کې زياتوالی رآځي.
که څه هم کابل اداره د موجوده نظام د بقاء جمهوريت غوښتنه د ټول افغان ملت غوښتنه ګڼي؛ خو افغان ملت په هيڅ صورت کې د داسې نظام ملاتړ نه کوي، چې د هغوی ديني، ملي او فرهنګي ارزښتونو ته ژمنتيا نه لري، چې ښه بېلګه يې له څو ورځو راهيسې جمهوريت څخه د ملاتړ تر عنوان لاندې پيل شوې پيکه هڅې دي، په دې برخه کې په بيلابيلو ولايتونو او سيمو کې په ډېر لږ شمېر پرديپاله سره راغونډيږي او د موجوده نظام او جمهوريت د ملاتړ شعارونه له ځان سره ليږدوي.
له دغو پيکه غونډو رسنيز شوي انځورونه افغانستان کې د جمهوري نظام څخه د ملاتړ ګراف څرګندوي او دا په ډاکه کوي چې د افغان ملت ډېره لويه برخه يوازې او يوازې د يو ځواکمن اسلامي نظام اقامه غواړي او نه غواړي چې نور دغه او دې ته ورته بې واکه ادارې په واک کې پاتې شي.