یکشنبه, فبروري 28, 2021
کابل ټکی کام
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
کور تبصرې

د امريکا نوې ادارې ته د غني چاپلوسي او زارۍ!!

محمود نشرونکی: محمود
فبروري 6, 2021
کټګوریانې: تبصرې, مهم
12 0
0
7
ځلې شریک شوی
83
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

له څه وخت راهيسې د جوبايډن ادارې د دوحې تړون په باب مختلفې اوازې خپرې کړې، کله وايي چې له سره يې بيا ارزونه کوو او کله بیا وايي چې د سولې او دوحې تړون ته پوره ژمن يو، له دې سره د غني، صالح، محب او نورو سوله ضدو اشخاصو هغه کاذبه خوشباوري بيا زياته شوې ښکاري چې د امريکايي پوځيانو پاتې کېدو ته يې لرله.

دغه ډله چې له ډېره وخت په افغانستان، سيمه او نړۍ کې د سولې ضد څېرو په نومونو پېژندل شوې، تازه يې امريکا ته د دې لپاره چې ګوندې د دوی واک بقا ومومي؛ چاپلوسي پيل کړې او په ټويټونو او نورو شخصي اکاونټونو کې يې د بايډن د ادارې له ستاينې سره په څنګ کې د دوحې تړون په اړه د امريکا د نوې ادارې شکمنه پاليسي ستايلې او ورڅخه غوښتي يې دي چې له افغانستانه په وتو کې دې له جديت څخه کار نه اخلي بلکې دلته دې خپل پوځونه پرېږدي تر څو طالبان واک ته ونه رسيږي. د دوی په وينا که چېرې طالبان واک ته ورسېدل نود امريکا ګټو ته به خطر پېښ شي.

دا هم ولولۍ

د دوحې تړون د افغانستان د تاريخ يو زرين باب!!

حوثيانو پر سعودي عربستان توغنديز بريدونه کړي

رسنۍ: ډاکټر غني سره د ليدنې پر سر فضلي له چارواکو زرګونه ډالر اخلي

دغه ډله خلک د بين الافغاني مذاکراتو په درېدو هم خوښ برېښي خو په عين حال کې د مذاکراتو د درېدو پړه هم پر طالبانو وراچوي او وايي چې طالبان په مذاکراتي ناستو کې له برخې اخيستو څخه انکار کوي.

دا په داسې حال کې دي چې دغه اشخاص په وروستيو کې هم په داخلي او هم په خارجي سطحه له سترې رسوايۍ سره مخ دي، د باندنيو رسنيو په قول کابل اداره په مستبدو نظامونو کې شامله شوې او غواړي چې د زور او استبداد له لارې واک وغځوي، د دې تر څنګ سيګار، فارن پاليسي او نورو بنسټونو له امریکا غوښتي چې ياده اداره د سولې له ضد فعالیتونو څخه راوګرځوي. او پرېږدي چې افغانان له سولې څخه برخمن شي.

پرون چې پخواني امریکايي پوځي جنرال ډنفورډ د دوحې تړون اړوند د بايډن ادارې ته سپارښتلیک سپارلی، چې ګواکې له افغانستان څخه د ځواکونو په وېستلو کې بيړه مه کوئ! او په وينا يې کېدای شي حالات بيا دامريکا له کابو ووځي؛ د ډنفورډ د دغه سپارښتليک څخه د کابل ادارې ټولو لوړپړو چارواکو چې په سوله ضدو څېرو هم پېژندل کيږي؛ ملاتړ کړی. له خپلو شخصي اکاونټونو يې ليکلي چې د ډنفورډ د دغه ليک ملاتړ کوي او په وينا يې دوی اوس له طالبانو سره د جګړې کولو مورال نه لري نو پر همدې اساس بايد امريکا د ځواکونو په وېستلو کې بيړه ونه کړي.

خو طالبانو په خپل غبرګون کې چې د ډنفورډ دغه سپارښتلیک ته يې کړی، ډنفورډ په افغانستان کې يو ناکام نظامي جنرال بللی او ويلي يې دي چې د خپلې ناکامۍ له امله له دوحې تړون سره تضاد لري او غواړي چې د دوحې تړون نقض کړي.

غني او اداره يې په داسې مهال د امریکا نوې ادارې ته چاپلوسي او په افغانستان کې د پاتې کېدو زارۍ کوي چې په دې وروستيو کې په کابل او نورو ښاري سيمو کې مرموزې وژنې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي. د نظر خاوندان، ښاري علماء، سياسيون، سوله خوښي او داسې نور د بې پرې ګوندونو غړي او مشران په نښه کيږي چې پکې د سياسيونو له انده دغه بريدونه هم د غني د لومړي مرستيال امرالله صالح او ځينو نورو سوله ضدو اشخاصو په اشارو کيږي او لاملونه يې هم د سولې په اړه د کابل له داخل څخه هغه شعارونه دي چې د دغو په نښه کېدونکو اشخاصو له لوري پورته کيږي او سوله ضد اشخاصو پکې غندل کيږي، د دوی څېرې پکې بربنډيږي او له نړيوالې رسوايۍ سره يې مخ کوي.

کابل اداره په داسې حال کې د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو کاذبه هيله مندي ښکاره کوي چې تېر شل کلونه امریکا په لکونو عسکرو د افغانستان جګړه ونه ګټله نو په پاتې لسو زرو عسکرو به يې څنګه وګټي؟

خو اصل دا دی چې کابل اداره د نور څه په غم کې نه ده بلکې د خپل واک د بقا غم وړې، چې د امريکايانو په پاتې کېدو کې که څه هم د ملت او ټولو خواوو زیان دی، خو د دوی لنډمهاله بقا پکې نغښتې ده.

مګر که چېرې د امريکا نوې اداره د خپلو وتلو په باب د کابل ادارې ژړاګانو، واويلاوو، چاپلوسيو او زاريو ته ګوري نو ښايي له لوی زيان او تاوان سره مخ شي، نړيوال حيثيت به يې دومره راولوېږي لکه څنګه چې د شوروي اتحاد حيثيت له ستر نوم او طاقت څخه يې کمزوزې روسيې ته راټيټ شو. خو هغه وخت به بيا له امریکا څخه وخت تېر وي او هيڅ به هم په لاس نه ورځي.

لوی ټکي: امرالله صالح او نور د سولې په باب اندېښنېسوله او د غني زارۍکابل اداره او سوله ضدې څېرې

ځانګړي مطالب

مقالې

د دوحې تړون د افغانستان د تاريخ يو زرين باب!!

نشرونکی: محمود
فبروري 28, 2021
خبرونه

حوثيانو پر سعودي عربستان توغنديز بريدونه کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 28, 2021
افغانستان

رسنۍ: ډاکټر غني سره د ليدنې پر سر فضلي له چارواکو زرګونه ډالر اخلي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 28, 2021
مقالې

د حوت لسمه (د ا.ا.ا سیاسي مشرانو نړۍ ته افغاني کلتور او دنګې شملې وښودې)

نشرونکی: عبد الرحمن
فبروري 28, 2021
مقالې

طالبان؛ د جهاد او سياست علمبرداران

نشرونکی: عبد الرحمن
فبروري 28, 2021

وروستي

د دوحې تړون د افغانستان د تاريخ يو زرين باب!!

نشرونکی: محمود
فبروري 28, 2021
0

حوثيانو پر سعودي عربستان توغنديز بريدونه کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 28, 2021
0

رسنۍ: ډاکټر غني سره د ليدنې پر سر فضلي له چارواکو زرګونه ډالر اخلي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 28, 2021
0

د حوت لسمه (د ا.ا.ا سیاسي مشرانو نړۍ ته افغاني کلتور او دنګې شملې وښودې)

نشرونکی: عبد الرحمن
فبروري 28, 2021
0

طالبان؛ د جهاد او سياست علمبرداران

نشرونکی: عبد الرحمن
فبروري 28, 2021
0

طالبان: د ځیني نیمګړتیاوو سره سره بیا هم توافقنامه په مثبت لوري روانه ده/ بشپړه اعلامیه

نشرونکی: عبد الرحمن
فبروري 28, 2021
0

امرالله صالح د حزب التحریر په غونډو او فعالیت بندیزونه ولګول

نشرونکی: عبد الرحمن
فبروري 28, 2021
0

‏زلمي خلیلزاد د افغان سولې اړوند سیمې ته د سفرونو نوی پړاو پیل کړ

نشرونکی: عبد الرحمن
فبروري 28, 2021
0

د افغانستان او زمبابوی ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتي لوبه بې پایلې پای ته ورسېده

نشرونکی: عبد الرحمن
فبروري 28, 2021
0

د حوت لسمه/ عبدالرشید کامران

نشرونکی: عبد الرحمن
فبروري 28, 2021
0

ډیر کتل شوي

  • زیړ یا تور غاښونه څنګه سپین کړو؟ اسانه او ارزانه نسخه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سست مخلص! / لیکنه: انس حقاني

    49 شریک شوي
    شریکول 20 Tweet 12
  • روسیې یوځل بیا له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو ټینګار کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ‏د علماوو پاڅون د جمهوریت آخري سلګۍ

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ننګرهار: د طالبانو بریدونو کې د عملیاتي قوې ۳ ټانګونه ویجاړ او ۲۲ عسکر وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

د خلکو د غيبت کولو او په هغوى باندې د تور لګولو څخه ځان وساتئ، ستاسې له ژبې څخه بايد پرته د نيکو او د خير د خبرو څخه بل څه را ونه وځي.(شهيد امام حسن البناء رحمة الله)

نشرونکی: محب الله عاطف
فبروري 26, 2021

د نن ورځې تازه خبرونه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

Login to your account below

Forgotten Password?

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In