(کابل ټکی کام) فېسبوک څو ورځې وړاندې د خپلو کارونکو ۲۰۲۰کال احصايي خپرې کړې، په دغو احصایوو کې ښودل شوي چې د فېسبوک کارونکو شمېر په دې کال کې تقریباً ۳۰میلونه زیات شوی خو برعکس د امریکایانو لیوالتیا يې له لاسه ورکړي.
د فېسبوک ورځني کتونکو شمېر هره ورځ ۵۰میلونه زیات شوی خو دې شمیرو ته په کتو امریکایانو فېسبوک سره نه لیوالتیا دې شبکې سره د پریکون په معنی ده، تېر ۲۰۲۰کال کې د کرونا وبا له امله امریکایان په کورونو کې ول، باید دې سره د امریکایانو شمیر کې زیاتوالی راغلي وی خو برعکس امریکایانو د فېسبوک پر ځاې نورو ټولنیزو شبکو لکه ټک ټاک او داسې نورو ته مخه کړي.
خو بل لور ته ددې ټولنیزې شبکې بنسټګر مارک زوکر برګ وايي، تېر کال ددوۍ شرکت ته د زیاتو کسانو راتګ د ویاړ ځاې دی، د یادونې وړ ده چې یوازې تېر ۲۰۲۰کال کې فیسبوک ۱۵ملیارده او ۷۲۰میلونه ډالر ګټلي وه.