امرالله صالح چې څه موده مخکې دکابل ښار امنيتي مسؤول هم شو، د ده له ټاکلو وروسته په کابل ښار کې مرموزې وژنې هم زياتې شوې دي چې دغه اداره يې په کنټرول کې پاتې راغلې.
خو امرالله صالح او د کابل ادارې نور چارواکي په سپين سترګۍ کې دومره پر مخ تللي چې نور يې دغه حدود مات کړي، په شل کلنه دوره کې افغان ملت ته له جنګ، جګړې، پرديپالنې، وژنې، بمباردونو، چاپو او نورو وحشتونو پرته بل څه نه لري، خو تر ټولو بده او د تأسف وړ يې دا چې دوی خپلو دغو ټولو اعمالو ته وطن ساتنه، سوله او امنيت هم وايي. دغه د خباثت ټولګه (امرالله صالح) خپل واکمنه دوره داسې معرفي کوي چې په حقيقت کې دوی دا جګړه د امریکا د امنيت لپاره تر سره کوله.
دغو څېرو دافغان ملت ناپوه ځوانان په سلګونو او زرګونو د واشنګټن د امنيت لپاره قرباني کړل او بې درېغه يې ووژل، خو د دې پر ځای چې د وروسته پاتې بې سرپرستو وګړو پالنه يې وکړي، بلکې له ښځو، خويندو او نورو څخه يې د زنا غوښتنه کوي او ورڅخه غواړي چې د دغو جنسي خواهشات مشبوع کړي.
په دغو څېرو کې که څه هم اشرف غني وار له مخه پخپل خباثت اعتراف کړی ؤ، خو يو يو په خپل نوبت سره پخپل خباثت باندې اعتراف کوي.
له کوم وخته چې امريکا له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي له هغه وخته د دوی په سينو کې اور بل دی او وايي چې شل کاله غلامي او خدمت موږ امریکا ته وکړ او د عسکرو د وېستلو تړون يې له طالبانو سره وکړ، دوی پخپل دغه حالت باندې سخت د پېښامامنتيا اظهار کوي او سخت افسوس ورته درېږي.
له همدې امله به يې دغه د زړه بړاس ګيله په رسينو کې هم کوله چې امریکايي حکومت خصوصًا ټرمپ دوی حاشيې ته کړي وو او له طالبانو سره يې مذاکرات کړي وو.
پرون امرالله صالح له «پي بي ايس» تلوېزيون سره په خبرو کې وويل چې د امريکا حکومت له دوی سره د مور او ميرې چلند کړی او دوی يې حاشيې ته کړي وو، له طالبانو سره يې تړون لاسليک کړ او د پوځيانو د وېستلو ژمنه يې ورسره کړې.
د ده په وينا له ملابرادر اخوند سره د ټرمپ ۳۴ دقيقې ټيليفوني خبرو سخت حيران کړی او ويلي يې دي چې دی د دې خبرو هيڅ تصور هم نشي کولی، امرالله صالح ويلي چې په حقيقت کې طالبانو ټرمپ اړ کړ چې ورسره ټيليفوني خبرې وکړي، امرالله صالح يوې اعلاميې ته په اشارې سره دا هم ويلي چې د دوی عسکرو د امريکايي پوځيانو تر څنګ د امریکايي ګټو لپاره قربانۍ ورکړې دي خو امريکا دوی بلکل حاشيې ته کړي وو، امرالله صالح ويلي چې له متحدينو سره څوک دا ډول چلند نه کوي.
دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستيو کې کابل ادارې چارواکو طالبان تورنول چې ګواکې له مذاکراتو يې ډډه کړې او په وينا يې طالبان نور بايد جمهوريت ومني.
له دې وړاندې هم امرالله صالح د طالب بنديانو په باب ويلي وو چې که چېرې طالب بنديان اعدام شي نو د هدفي وژنو لړۍ به ورسره بنده شي.
د امرالله صالح دغه خبرې هغه څه دي چې په دوی کې لا له پخوا موجود دي، يعنې خپل خباثت يې ښکاره کړ.