م.احمد طلحه
نژدې شل کاله کيږي، چې د افغانستان خاوره د امريکا پر مشرۍ غربي بلاک تر اشغال لاندې دی، د افغان ملت لويه برخه د اشغال پر وړاندې په مبارزه بوخت دي او ددې مبارزې ابتکار د طالبانو په لاس کې دی. ځينې تش په نوم پرديپال افغانان د اشغالګرو په صف کې ولاړ دي او د خپلو خلکو پر وړاندې په ناروا او کرغېړنه جګړه بوخت دي، هره ورځ د افغانانو په کورونو چاپې وهي، ړندې بمبارۍ او ډول ډول وحشتونه ترسره کوي.
دغه راز ځينې پرديپاله او په اصطلاح سياسي کارپوهان او مدني فعالان په ډېره سپين سترګۍ سره د اشغال پر وړاندې جګړه په بين الافغاني جګړه تعريفوي او هڅه کوي د طالبانو پر مشرۍ اشغال ضد مبارزه افغان وژنه وښيي او د ملت په سترګو کې خاورې وشيندي.
نژدې يو کال وړاندې طالبانو د سياسي او نظامي هلو ځلو په ترڅ کې امريکا دېته اړ کړه چې طالبانو سره افغانستان څخه د وتلو تړون لاسليک کړي. دغه تړون که څه هم د افغان ملت د ازادۍ او بريا لپاره ډېر مهم تړون دی او هر ازادي غوښتونکی افغان پرې له زړه څخه خوښ دی؛ خو يو شمېر زورواکي او د اشغال پر اوږو واک ته رسېدلي دغه تړون اندېښمن کړي او د اشغال د دوام هڅې کوي.
وړمه ورځ د کابل ادارې د مشر ډاکټرغني لومړي مرستيال امرالله صالح (پي بي ايس) تلويزيون سره په خبرو کې د امريکا او طالبانو تر منځ تړون د امريکا په زيان ګڼلی و. دغه راز يې روانه جګړه بين الافغاني نه، بلکې د امريکا او کابل حکومت د ګټو جګړه بللې. صالح زياته کړې: «اوسنۍ جګړه بین الافغاني نه ده، موږ او امریکا له یوه ګډ دښمن سره جنګېږو. هغوی که په ۲۰۰۱ کې د امریکا دښمنان و و اوس هم دي.»
صالح که څه هم په دغو څرګندونو سره غوښتل چې د طالبانو او امريکا ترمنځ شوي تړون ته زيان ورسوي او طالبان د امريکايي ګټو دښمنان معرفي کړي؛ خو د هغو پرديپاله رسنيو او فعالانو د کلونوکلونو خوارۍ يې په اوبو يو وړې چې دطالبانو له لوري د اشغال پر وړاندې پيل شوې جګړه يې بين الافغاني جګړه تعريفوله او افغان وژنه يې ګڼله.