م. احمد طلحه
که څه هم پر افغانستان د امريکايي يرغل له پيله او د بې کفايته ادارې راتګ سره سم نا امني، وژنې او فساد ډېر شوی؛ خو له کومې ورځې چې د کابل امنيتي چارې د ډاکټر غني لومړي مرستیال امرالله صالح په غاړه اخيستي، پلازمينه کابل کې د ناامنۍ، هدفي وژنو او مقناطسي چاودنو پيښو کې زياتوالی راغلی او د شنونکو په باور دغه ډول کړنې د امرالله صالح له لوري د ځينو مشخصو اهدافو لپاره ترسره کيږي.
صالح چې د کابل ښار د امنيتي چارو واګې په لاس کې واخيستې، يو لړ سمبوليک اقدامات يې وکړل، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره کابل ښار نور هم نا امنه شو. وړمه ورځ د ولسي جرګې غړو صالح تورن کړی و، چې د کابل امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلی او بايد ژر تر ژره استعفاء وکړي. صالح تازه يوه بله نا اشنا طرحه وړاندې کړې، چې ښايي تر دې وروسته د ټیکسي چلوونکو څخه غوښتنه وکړو، چې موټر ته تر ختلو مخکې خپلې سپرلۍ تلاشي کړي.
کابل حکومت، چې له يو څو بې کفايته او جنګي مجرمينو څخه تشکيل شوی، تر دې وړاندې هم په دغه ډول ناقونونه او خندونکو پرېکړو مشهور دی، څه موده وړاندې يې ترافيک د جګړو لپاره ليږلي وو او دا دی دا ځل يې د امنيت ټينګښت کې ټيکسي چلوونکو ته لاس اوږد کړی او ترې غواړي چې موټر ته ترختلو وړاندې سپرلۍ تلاشي کړي.
صالح دومره نا اهله دی، چې که موټر چلوونکي د ښار امنيت ساتي او د پوليسو او ادارې دنده پرمخ وړي، بيا د حکومت تشکيل، پوليسو او نورو ادارو ته څه اړتيا ده؟! او د ملت له بودېجې ولې سلګونه زره کسانو ته تنخواګانې ورکول کیږي؟! واقعيت دادی چې کابل حکومت د بې کفايتۍ وروستۍ کچې ته رسېدلی دی او د امنيت په تامين کې يوازې پاتې نه دی راغلی، بلکې په خپله د خلکو په وژلو، ځورولو او لوټلو کې لاس لري.