ایراني پوځ: له هر ډول داخلي او بهرني توطئې سره په کلکه مقابله کوو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ایران وسلهوالو ځواکونو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې له هر ډول داخلي یا بهرنۍ فتنې سره به په کلکه مقابله وکړي او د هېواد ملي امنیت ته د هر ډول ګواښ مخه به ونیسي.
د پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه، د هېواد د ستر مشر تر مستقیمې قوماندې لاندې، نه یوازې د دښمنانو تحرکات له نږدې څاري، بلکې د ملي ګټو، عامه شتمنیو او خلکو د امنیت ساتنه هم د دوی اساسي مسؤلیت دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، هغه دښمنان چې د ۱۲ ورځني جنګ پر مهال یې د ایران د زرګونو بچیانو وینې تویې کړي، اوس غواړي د ایران د ولس له حقوقو د دروغجنو شعارونو تر شا بله فتنه راپورته کړي.
پوځي چارواکو ټینګار کړی، چې ملت دې بیدار پاتې شي، دښمن دې وپېژني او د اسلامي نظام تر ترڅنګ دې کلک ودريږي، تر څو د بهرنیو دسیسو مخنیوی وشي.



