ليکنه: د. قرضاوي
ژباړه او لنډون: م. بلال
عجيبه ده، موږ د ځوانانو په تيزي نيوکه کوو ، مګر د ځان په غفلت نه، موږ ته د ځوانانو افراط بد ښکاري؛ خو خپل تفريط ته مو پام نه دی. موږ له ځوانانو د اعتدال او حکمت غوښتنه کوو او ترې غواړو چې افراطیت څخه ډډه وکړئ، مګر له مشرانو او لویانو، نه غواړو چې زړونه له نفاق، ژبې له دروغو او ژوند له دوکې او درغلیو څخه پاک کړي.
موږ له ځوانانو غواړو چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او د نورو حقونو ته پاملرنه وکړي، مګر په ورته وخت کې له ځان څخه د هیڅ شي غوښتنه نه کوو، ګواکې حقونه ټول زموږ او مسؤلیتونه يوازې د ځوانانو په برخه دي، سره له دې چې موږ په هر مجلس کې په دې ټينګار لرو ، چې د هر حق په مقابل کې مسؤليت هم وي.
موږ باید په زغرده دا ومنو چې دا زموږ کړنې وې، چې ځوانان يې په اصطلاح “افراطیت” ته وهڅول. موږ د اسلام ادعا لرو، مګر عملي کوو يې نه، قرآن کريم لولو، خو احکام يې نه پلي کوو ، رسول صلی الله علیه وسلم سر د مينې دعوه لرو، مګر د سنتو پیروي يې نه کوو او موږ په خپلو اساسي قانونونو کې لیکو چې د دولت دین اسلام دی ، مګر د قانون جوړونې او تطبيق په برخو کې د لومړيتوب حق نه ورکوو.
ځوانان زموږ له دوه مخيتوب او د عمل او وينا ترمنځ ټکر څخه تنګ شوي وو، هغوی زموږ له مرستې پرته د اسلام پر لاره یوازې ولاړل ، ځکه چې پلرونه او مشران يې سست او غافل، عالمان يې په نورو چارو بوخت او واکمن يې مخالفين وليدل. له همدې امله موږ بايد مخکې له دې چې ځوانانو څخه د نرمي او اعتدال غوښتنه وکړو، لومړی بايد د الله تعالی له اوامرو سره سم خپل ځانونه او ټولنې اصلاح کړو.
زه دلته یوې مهمې نقطې ته اشاره کوم، هغه دا چې که څه هم د “رسمي” مذهبي بنسټونو دنده د مسلمانو ځوانانو اصلاح ده، خو ځینې یې نږدې د هغه څه مسؤل دي چې پیښ شوي او پیښیږي. دا ځکه چې تر څو واکمن د خپل ځان په ګټه له دوی څخه ګټه اخيستل پرې نه ږدي، رسمي مذهبي ادارې، د اهمیت، شرافت او پراخو اصولو او قواعدو سره سره نشي کولی، له دوی څخه غوښتل شوی دغه ماموریت ترسره کړي.
په اسلامي نړۍ کې لوی دیني بنسټونه کولی شي، چې د ځوانانو په اصلاح کې مثبت رول ولوبوي، خو په دې شرط که دغه چارې وړ او مناسبو خلکو ته پرېښودل شي او سیاستوال یې په خپل محور کې داسې اداره نه کړي، چې له دوی سره راخيږي او دوی سره ډوبيږي(د دوی تابع وي).
واقعيت دا دی چې اوس ډیری ځوانان په دې مذهبي ادارو بې باوره دي او چې دوی ته د دې ادارو له لوري د دين او شريعت په نوم کومې خبرې کيږي، هغوی يې د شريعت نګه او سوچه ښوونې نه ګڼي، بلکې په دې باور دي، چې دا خبرې د حکومت ليدلوری دی او کله چې د حکومت نظر او پاليسي تغير ومومي، د دوی خبرې هم تغير مومي.
کاشکې دغو ادارو یوازې د ځان د اصلاح لپاره کار کړی وی او د واکمنو له بدلېدونکي سیاست کې ښکیل کیدو څخه يې ډډه کړې وی او د دوی ترټولو لويه اندیښنه په دين او د خپلې زمانې په اړتياوو پوه علماوو روزنه وی: (الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا) [الاحزاب: ۳۹] . دې ډول دیني عالمانو ته، چې بصیرت او تقوی دواړه لري، نن ورځ زموږ ټولنه ډېره اړتیا لري، ځکه هغوی دا وړتیا لري چې د اسلامي ټولنې د ویښتابه او اصلاح په برخه کې په سمه توګه خپل ماموريت ترسره کړي.
او بله مهمه خبره داده چې څوک یوازې د ځان لپاره ژوند کوي، یا یوازې نيوکې کوي او د اسلامي نړۍ او مسلمانانو له دردونو او هیلو څخه ليرې وي، نشي کولی دغه کار سرته ورسوي. څوک چې د اسلام او هغه ته د خلکو دعوت او د خپل امت مسلو ته پاملرنه، نه کوي، هغه ددې وړ نه دی چې چاته ووايي خپلې خطاګانې سمې کړئ او که دغه ډول خبرې هم وکړي؛ خو هیڅوک به ونه مومي چې خبرې يې واوري.
الله تعالی دې موږ له افراط او تفريط څخه وساتي او خپله نيغه لار دې راوښيي!
د. يوسف القرضاوي