(کابل ټکی کام) کرونا وایروس نه یوازې جسماني روغتیا باندې اثر کوي بلکې ذهني روغتیا ته ډیر تاوان اړوي، اوس تازه یو څېړنه ښي چې هغه کسان چې کرونا ناروغي تېروي اکثره يې وروسته په رواني ناروغۍ اخته وي.
په برتانیا کې یو طبي څېړنه ښي چې کرونا ناروغانو کې د نورو نښو تر څنګ ژور خفګان ډیر لیدل کیږي او دا ورځ تر بلې ډیریږي.
په بنګله دیش هیواد کې د ۱۸ او ۸۱ کلونو عمر لرونکو زر تنو چې د کرونا په ناروغۍ اخته ول یو څېړنه تر سره شوه دغه کسان مسلسل دوه میاشتې د نظر لاندې نیول شوي وه، وروسته معلومه شوه چې په دغه کسانو کې ۴۸سلنه د عادی خفګان څخه ژور خفګان په ناروغۍ سره مخ شوي وه، په دې کې هغه کسان ډیر متضرره ول چې ورځنۍ ګټه يې کمه وه او د کرونا نښې پکې ټولې لیدل کیدې.
یو بله څېړنه چې تېر کال تر سره شوي وه ۲۰ سلنه امریکایان د کرونا ناروغۍ له امله په ژور خفګان ناروغۍ اخته شوي دي.
په روان کال کې یو راپور چې سنګاپور هیواد څخه خپور شو راغلي چې هر دریم تن چې غریب وي که هغه ځوان وي یا بوډا د کرونا له امله په ژور خفګان ناروغۍ اخته شوي دی.
د یادونې وړ ده چې د کرونا ناروغۍ له شروع تر اوسه پورې بندیزونو، د کارونو په ټپه دریدل او د ګټې وټې لارې بندیدل اکثره خلک په رواني ناروغۍ اخته کړي دي.