تازه چې د سولې خبرې لا هم له خنډونو سره مخ دي، مذاکرات په ټپه ولاړ دي او د طالبانو پلاوی په مهمو سيمه اييزو سياسي سفرونو بوخت دی، د طالبانو د سياسي دفتر مشر د امريکا او ناټو ولسونو ته يو پرانيستی ليک لېږلی او په دغه ليک کې يې د امريکا ولس ته هغه څه ځواب کړي چې امريکا يې په اړه اندېښنې لري.
ملا برادر اخوند په ليک کې د امريکا ولس ته په خلاصه توګه ويلي چې د افغانستان اسلامي امارت په ټولو مواردو کې د دوحې تړون ته ژمن دی او ټول موارد يې عملي کړي، پر بهرنيو ځواکونو يې بريد نه دی کړی، د جګړې کچه يې خورا راکمه کړې، چې له امله يې په لويو ښارونو کې هيڅ ډول موټر بم بريد نه دی شوی، همدرانګه اوس د القاعده غړي په افغانستان کې هيڅ شتون نه لري بلکې کومې اوازې چې تر تاسې در رسېدلي دي هغه مکملې درواغ او له حقيقته لرې دي، دغه اوازې د کابل ادارې د امنيتي رياست له لوري خپرې شوي تر څو تاسو په تشويش کې واچوي او ستاسو حکومتونه او پوځونه بېرته جګړې ته ستانه شي.
د طالبانو دغه ليک په حقيقت کې د امريکا په ولس کې د جګړې پر ضد شعور رابيدار کړ، له يوه لوري دغه لیک په خورا مهم وخت کې ولېږل شو او له بلې خوا د طالبانو په اړه داسې فکر کېده چې ګواکې دوی به هم د کابل ادارې په څېر د جګړې اعلان وکړي او جګړې ته به ورودانګي خو د سولې د دښمنانو د توقع بر خلاف طالبانو د جګړې پر خلاف د خپلې وينا مطابق داسې يوه پاليسي غوره کړه چې د دغو سوله ضدو په فکر کې هم نه راتله، طالبانو د امريکايي ولس په نوم يو پرانيستی ليک ولېږه او د امريکا ولس يې تنبه کړ او په پرانيستې توګه يې ورته وويل چې دا جګړه که پيل شي نو نه ستاسو په ګټه او نه هم ستاسو د حکومتونو په ګټه ده او نه هم دافغان ملت په ګټه ده.
بلکې دا جګړه که چېرې بيا ځل پيليږي نو ګواکې داسې به وي چې امريکا او ناټو به په پوره ټيټو سترګو وځي او اوسنی پاتې نړيوال او سيمه اييز حيثيت به يې له صفر سره ضرب وي او بيا به دا وخت ورڅخه تېر وي او شوروي اتحاد په برخليک به اخته وي. خو مخکې له دې چې دې حالت ته ستاسو حکومتونه ورسېږي بايد تاسو يې په اړه مناسب اقدام وکړي او خپل حکومتونه مجبور کړئ تر څو خپل پوځيان له افغانستان څخ وباسي او دغه بې مفهومه جګړه پای ته ورسوي.
د طالبانو له لوري د امريکايي ولس په نامه پرانيستی ليک داسې مهال لېږل شوی چې تېره ورځ د ناټو هېوادونو د دفاع وزيرانو دوه ورځېنۍ انلاين غونډه هم تر سره شوه خو بې پايلې تر سره شوې وه، که څه هم په دغه غونډه کې ټاکل شوې وه چې په امريکا کې به د ناټو د پوځيانو په اړه پرېکړه کيږي او دا به پکې معلوميږي چې پاتې شي که ووځي.
خو د طالبانو دغه ليک چې له هره اړخه خورا مهم او لاسته راوړونکی ؤ، نو له دې امله يې له ځان سره زيات غبرګونونه هم لرل، ياد لیک ته د کابل ادارې مشرانو غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې طالبان بايد د امریکا او ناټو په غوښتنه په اصطلاح تاوتریخوالی کم کړي او د کابل ادارې پر ځواکونو حملې ونه کړي. خو طالبانو په عين حال کې د کابل ادارې ته ويلي چې ياده اداره دې خپل نوبت ته کېني او اوس د دوی ليک امريکا ته ؤ.
د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد دغه ټويټ خورا مرموز او با اهميت وبلل شو او په دغه ټويټ کې څرګنده شوه چې د طالبانو په نزد د کابل اداره څومره حيثيت او اهميت لري.