سه شنبه, مارچ 9, 2021
کابل ټکی کام
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
کور مقالې

ولې به په راتلونکي کې په نړۍ کې ترهګريزې پېښې زياتې شي؟

عبد الرحمن نشرونکی: عبد الرحمن
فبروري 20, 2021
کټګوریانې: مقالې, مهم
12 1
0
7
ځلې شریک شوی
90
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عبدالله لغمانی

ممکن نړيوالې ترهګريزې پېښې او پر وړاندې یې مبارزه په راتلونکو کلونو کې لا پسې ډېره شي او شدت پيدا کړي، دا چې ولې به دا ترهګري پېښې اضافه کېږي ، لاملونه یې څه دي؟ يو ډېر اوږد بحث دی چې په يوې لنډې مقالې کې ټول په جزياتو سره نشي خلاصه کېدای. خو موږ لته د دې سببونو څخه په يوه مهم او قوي علت خبرې کوو چې تر نورو ډېر مهم او اصلي لامل دی.
له دې سببونو څخه يو لامل د هغو تورنو کسانو پر وړاندې چې په اصطلاح ترهګريزو پېښو کې نيول کېږي د ناټو او په ځانګړي ډول د امريکا توند ،سخت او بشري ضد چلند دی چې دوی يې له زندانيانو سره کوي.
دا چې په دې برخه کې لکه د جنايي او نورو برخو د مجرمينو د بشري حقونو د ادارو او نورو هغو ادارو چې په جنګ او زندانونو کې د بشري قوانينو د عملي کېدا څارل ورله غاړې دی دست رسي ډېره کمه وي او تر ډېره د دې ادارو لاسونه په دې برخه کې ورتړل شوي دي.
ځينې هغه کسان، چې د ترهګرۍ په تور له زندانونو څخه په لويديځ خصوصا په امريکا کې خلاص شوي دي او عربي او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته بيرته کورونو ته ستانه شوي وايي، چې په دې زندانونو کې په دوی ډول، ډول تجربې کېږي او د شکنجې او ځورونې بېلابېلې لارې چارې او درمل پرې ازمويل کېږي.
له زندانيانو سره له مرکو او خبرو اترو وروسته معلومه شوې ده، چې يو له هغو څخه داسې کيمياوي موادو جوړې سپرې ګانې دي چې زندانيانو ته ورشيندل کېږي او دوی په عصبي سيستم ډېره بده اغېزه کوي.
دا سپرې ګانې داسې يو تاثير لري، چې تورن کس ځای پرځای د څه مودې لپاره فلج کوي، لاسونه او پښې یې کار پرېږدي، ځای پرځای درېږي او د حرکت توان نه لري، ماغزه او حواس یې کار کوي او داسې فکر کوي چې ګويا د تل لپاره فلج شوم، که ولاړ وي غورځي او له ډېر کوچني حرکت څخه هم لوېږي.
که څه هم د داسې موادو او سپرې ګانو کارول په نړيوالو اصولو او قوانينو کې جرم دی او بشري ضد کړنه ده، خو بيا هم ناټو په ځانګړي ډول امريکا دا کار په پټه کې کوي او له تورنو زندانيانو څخه د اعتراف او معلوماتو او يا هم ځورونې لپاره له دې او دې ته ورته کارونو څخه کار اخلي.
دوی همدارنګه د PAVA spry په ډول سپرې ګانې هم کاروي، چې د سترګو د موقتي ړوندوالي او نابينايي لامل کېږي او یا د سترګو په سخت درد اخته کېدلی شي.
دا سپرې ګانې په هغوځايونو کې، چې د تودوخې لوړه درجه لري ډېر زيانمنوکې تمامېدلی شي او د بشري او انساني حقونو څخه د يوې ښکاره سرغړونې په توګه پېژندل کېږي.
له زندانيانو سره د دې ډول کړنو تر ټولو ستر مرکز د امريکا د ګوانتنامو په ټاپو کې د امريکايانو زندان دی، چې د ټولې نړۍ څخه په ترهګريزو پېښو کې تورن کسان امريکا همدې ځای ته انتقالوي.
له دې زندان څخه د خلاص شويو زندانيانو څخه، چې د منځني ختيځ، افريقا، افغانستان او منځنۍ اسيا اوسېدونکي دي ځينو یې رسنيو ته ويلي وو، چې په دوی ډول ډول تجربې کېدلې او د وژنکو او ځورونکو درملو د يوه لابراتواري توکي په توګه کار ترې اخيستل کېږي.
ان داسې درمل او پيچکارې هم ورکول کېدلې چې تورن کس داسې فکر کاوه چې يو څو ثانیې وروسته مړ کېږم، د بدن ډېر غړي يې د څو شېبو لپاره کار پرېږدي او زنداني فکر کوي، چې ډېره په سختۍ ساه باسي او وايي، چې د ژوند وروستۍ شېبې یې دي، خو ډاکټران یا د زندان مسوول کسان يې د نورو درملو په ورپېچکاري کولو سره بيرته په څه وخت کې عادي حالت ته راولي. یانې په يو ډول په دې کسانو باندې تجربې او د وژنکو او ځورونکو درملو تجربې روانې دي چې کومې یې موثرې او کومې يې غيرموثرې د دوی لپاره تمامېږي.
ځينې کسان چې له دې حالت وروسته ازادېږي او خپلو هېوادونو ته راځي د داسې شکنجو له امله چې له دوی سره شوې دي ان که له پيل څخه ترهګر او ورانکاری نه هم وي، په دې ډول ورانکاريو پيل کوي او فکر کوي چې په زندان کې يې څو څو ځلې مرګ په خپلو سترګو تجربه کړی دی او تر زندان نور بد حالت نشي پرې راتللی او په يو ډول له روغ انسان څخه عقده يي انسان جوړوي.
امريکا په خپلو دې کړنو سره روغ او بې ازاره خلک ترهګريزو کړنو ته هڅوي او فکر کوي چې په دې ډول کارونو به ترهګري مخه ونیسي خو د مخنيوي پرځای د یوه پرځای لس او د لسو پرځای سل کسان نور هم له زندانيانو څخه ددې ځورونکو خبرو په نتجه کې پسې ډېرېږي.
زندانيان په خوب کې ځورول کېږي، څو ورځې مسلسل خوب ته نه پرېښودل کېږي او له زندانيانو څخه زامبيان جوړ کړي چې هر ډول خبرو ته چې د مستنتقينو زړه وي اقرار وکړي.
د ازبکستان يو بندي چې احمد جباروف نومېږي انټرفاکس خبري اژانس ته په خپله مرکه کې وايي چې
ما ولیدل چې څنګه بندیان وهل کېدل او فزیکي ځورول کېدل. خو له ټولو ناوړه داوه چې چې ماته خپله د ناروغانو سپينه چپنه را واغوستل شوه او د تحقیقاتو په جریان کې ، یو ناپیژندل شوی کیمیاوی مواد را پېچکاري شول.
دوی وپوهیدل چې په ما باندې فزیکي وهل تاثیر او نتیجه نه ورکوي – او ما د اعتراف لپاره هیڅ هم نشي پيدا کولای- دوی ماته یو ډاکټر را وغوښت. او هغه ماته په رګ کې پيچکاري راکړه. د وهلو له امله مې چې کومو د بدن غړو درد کاوه هغه کرار شول درد مې خلاص شو. خو يو دم ما احساس وکړ چې زما پښې فلج کېږي او بې حسه کېږي ، او ما په خپل بدن کنټرول له لاسه ورکړ ، حتی نشوای مې کولای چې خپله ژبه وخوځوم. د ساه اخيستل ډېر سخت شول ، مګر دماغ مې په بشپړ ډول ويښ او بيدار و. ما هر څه لیدل او پرې پوهېدم. او دا حالت ، کله چې تاسو حرکت نشئ کولی ، مګر تاسو په هرڅه پوهیږئ ډېر سخت دی او خورا ستونزمن و. ما فکر کاوه چې زه به د خپل ټول ژوند لپاره معلول پاتې شم. نور زه په ځان نه یم پوه شوی خو يو وخت چې رابيدارېږم چې يو څوک مې په دهليز کې د کش کولو هڅه کوي ، دوی زه د زندان له شفاخانې څخه خپل قفس ته وړلم.
جباروف په مرکه کې زياتوي چې هلته له ډېرو عربو او نورو خلکو سره دا کار کېده او چيغې او بد بد اوازونه به یې زما تر قفس پورې را رسېدل او ما فکر کاوه چې هغوی به حتما د دردونو او وهلو له امله وژل شوي وي.
که څه هم امريکا په نړيوال ميډيا کې چيغې وهي چې دا ډول کارونه دوی نه کوي او په زندانيانو داسې درمل کارول يو جنګي جنايت ګڼي خو رښتيا دادي چې د امریکا دې کارونو د دوی پر وړاندې د دښمني لمبې په خپله پورته کړې دي او په دې بشري ضد کړنو سره د جنګي اصولو څخه ښکاره سړغړونه او تېری کوي.

دا هم ولولۍ

د امريکا ګواښوونکی ليک، د صالح او جمهوريت پالو وارخطايي!!

ډاکټر عبدالله: په دې حساسو شرايطو کې بايد اشتباه ونشي

حکمتيار: کابل حکومت که هدفي وژنې بندې نه کړي، د منتظمینو نومونه به يې افشا کړي

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د امريکا ګواښوونکی ليک، د صالح او جمهوريت پالو وارخطايي!!

نشرونکی: محمود
مارچ 8, 2021
افغانستان

ډاکټر عبدالله: په دې حساسو شرايطو کې بايد اشتباه ونشي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 8, 2021
افغانستان

حکمتيار: کابل حکومت که هدفي وژنې بندې نه کړي، د منتظمینو نومونه به يې افشا کړي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 8, 2021
مقالې

د خليلزاد نوې راوړې طرحه به طالبان ومني؟؟

نشرونکی: محمود
مارچ 8, 2021
خبرونه

امريکا: د ټرمپ د پلويانو او تورپوستو ترمنځ اخوډب شوی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 7, 2021

وروستي

انصار الله په سعودي عربستان توغندیز برید کې پوځي مرکز په نښه کړی

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 9, 2021
0

د امريکا ګواښوونکی ليک، د صالح او جمهوريت پالو وارخطايي!!

نشرونکی: محمود
مارچ 8, 2021
0

ډاکټر عبدالله: په دې حساسو شرايطو کې بايد اشتباه ونشي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 8, 2021
0

حکمتيار: کابل حکومت که هدفي وژنې بندې نه کړي، د منتظمینو نومونه به يې افشا کړي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 8, 2021
0

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد نن دوشنبه له دوحې وروسته اسلام اباد ته سفر وکړي

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

د افریقایي ‘استوایي ګینې’ هېواد یوه پوځي مرکز کې چاودنو ۲۰ تنه وژلي او سلګونه ټپیان دي

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

د انټرنیټ څخه پرته په واټس اپ خبرې کولو طریقه

نشرونکی: محب الله عاطف
مارچ 8, 2021
0

د خليلزاد نوې راوړې طرحه به طالبان ومني؟؟

نشرونکی: محمود
مارچ 8, 2021
0

اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د استولي لیک پښتو او فارسي متن

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

کابل وزلوبې سیالي؛ د کندهار، بدخشان، او سمنګان لوبډلو پروان، پنجشیر او ننګرهار ته ماتې ورکړه

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

ډیر کتل شوي

  • اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د استولي لیک پښتو او فارسي متن

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د خليلزاد نوې راوړې طرحه به طالبان ومني؟؟

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د انټرنیټ څخه پرته په واټس اپ خبرې کولو طریقه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ډاکټر عبدالله: په دې حساسو شرايطو کې بايد اشتباه ونشي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • حکمتيار: کابل حکومت که هدفي وژنې بندې نه کړي، د منتظمینو نومونه به يې افشا کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هغه خلک بهتر ندي چې د اخرت لپاره دنیا پریږدي ، بهتر هغه خلک دي چې دنیا او اخرت دواړه حاصل کړي.(حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه)

نشرونکی: محب الله عاطف
مارچ 9, 2021

د نن ورځې تازه خبرونه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

Login to your account below

Forgotten Password?

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com