(کابل ټکی کام) نن ورځ داسې څوک به نه وي چې ژوند يې هوسا وي یا يې ژوند کې ارامښت وي اکثره خلک د بیلابیلو مشکلاتو سره مخ دي نو له همدې امله یو لویه ډله په رواني ناروغیو اخته شوې ده، ډیرو کمو خلکو ته هوسا ژوند د یو خوب په څېر بريښي.
دا لیکنه د هغو کسانو لپاره ده چې ارام ژوند نه لري رواني فشار سره مخ دي، په دې لیکنه کې چې کوم مقررات راغلي باید عملي شي تر څو د رواني فشار څخه وژغورل شۍ.
د ورځې کارونه پلانول:
روغتیا پالان وايي، که خوشاله ژوند غواړي نو ورځ مو سره تقسیم کړۍ مطلب په ټوله ورځ کې څو ساعته فزیکي کار وکړو، څومره وخت له خپلوانو او ملګرو سره تېر کړو، خوب ته باید توجو وکړو تر څنګ يې باید الله ج عبادت ته خاص وخت ورکړو.
فعال اوسیدل:
که هغه کسان چې ټوله ورځ فعاله اوسیږي د ذهني فشار څخه تر ډیره حده خوندي دي، فزیکي خوځښت زیات کړۍ دې سره به تل فعاله اوسۍ.
ساتېري پیدا کړۍ:
کله چې فزیکي کارونو څخه خلاص شوي نو لږ وخت ساتېرۍ ته ورکړي تر څو مو ذهن لږ خوشاله شي ډیره بوختیا هم مثبت احساس له منځه وړي.
اړیکي ټینګول:
پوهان وايي، د زړه تنګیدلو پر وخت چاسره خواله ونشي نو په رواني ناروغۍ اخته کیدو چانس ډیریږي، له نورو سره اړیکې ټینګول مو د رواني ناروغیو ژغوري که دغه اړیکه د ټولنیزو رسنیو له لارې وي یا مخامخ.
فکر کول:
داسې فکر وکړه چې ته په څه شي خوشاله کیږي هغه شیان وپيژنه چې تاته خوشالي راولي، تل فکر په مثبتو کارونو کې کوه کله هم چې منفي فکر درتلو نو نور فکر مه کوه او توجو بل لور ته اړوه.
خوب کول: پر وخت ارامه خوب مو فزیکي او روغتیايي وړتیا زیاتوي، سهار وختي بیرته پاڅېدل مو د وینې جریان سموي چې دې سره مثبت فکر زیاتیږي او مثبت فکر د کامیابۍ راز دی.