سه شنبه, مارچ 9, 2021
کابل ټکی کام
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
کور مقالې

که د دوحې تړون مات شي!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 20, 2021
کټګوریانې: مقالې, مهم
12 0
0
7
ځلې شریک شوی
88
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: فاتح افغان

د جو بايډن د ادارې له لوري د تړون د بيا ارزونې له اعلان او د امريکايې چارواکو د ګډو وډو څرګندونو وروسته داسې تحليلونه ډير شوي چې افغان ولس ته د تړون د ماتيدو متوقع زيانونه څيړي او ليکوالان د خپلو انديښنو څرګندونه کوي.

دا هم ولولۍ

د امريکا ګواښوونکی ليک، د صالح او جمهوريت پالو وارخطايي!!

ډاکټر عبدالله: په دې حساسو شرايطو کې بايد اشتباه ونشي

حکمتيار: کابل حکومت که هدفي وژنې بندې نه کړي، د منتظمینو نومونه به يې افشا کړي

په دې کې شک نشته چې د دوحې تړون ماتيدل افغان ولس ته ډير زيان لري او خدای مکړه که مات شي جګړه به ورسره ژبغړانده او چټکه شي چې له امله به يې د ډيرو افغانانو وينې توی شي.

خو دا هم ياد ساتل پکار دي چې د تړون د ماتولو به خارجي اشغالګر هم درنه بيه پرې کوي، د امريکا له غدر څخه ډک تاريخ ته په کتو شايد طالبانو لا له وړاندې څخه داسې يوې ورځې ته پوره تياری نيولی وي، حالات دا شاهدي وايې چې افغان ولس او طالبان لاس تر زنې ندي ناست بلکه په ټولو برخو کې يې خپلې هلې ځلې چټکې کړي دي، حالاتو په کتو موږ په لنډه توګه ويلای شو چې که د دوحې تړون له منځه لاړ شي.

خارجي ځواکونه به په افغانستان کې له سختو مرګونو بريدونو سره مخامخ شي، دا ځواکونه په ټول هيواد کې د طالبانو تر مستقيم څار لاندې دي او د تړون له ماتيدو وروسته د طالبانو تر کاري ګذارونو لاندې راتلای شي.

په خارجي ځواکونو به نفوذي بريدونه بيا ځلې پيل شي، هغه چې په مخنيوي کې د غربيانو پرمختللې ټيکنالوژي پاتې راغلې او په تير کې يې يرغلګرو ځواکونو ته د سر درانه زيانونه اړولي دي. داسې معلوميږي چې طالبانو د تړون په موده کې د تخنيک او پوځي صنعت په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی چې د بې پيلوټه الوتکو کارونه يې ښکاره بيلګه ده، که دا ځل جګړه له سره تونده شي، خارجي ځواکونه به يې له لمبو څخه خوندي پاتې نشي، طالبان به وکولی شي هغوی د محفوظو کلاګانو په منځ کې په نښه او هدف وګرځوي.

له خارجي يرغلګرو او پلويانو څخه يې ورځ په ورځ د افغانانو کرکه زياتيږي که چيرې هغوی بيا هم په جګړه ټينګار کوي، افغان ولس مجبور دی چې په وړاندې يې سرتاسري پاڅون او قيام وکړي او د وسلې په زور يې له هيواد څخه وتلو ته اړ کړي.

د تړون په موده کې د جګړې د ګراف راټيټولو سره طالبانو خپل ډير پام دعوت او مطبوعاتي جګړې ته اړولی دی او په مټ يې هغوی وکولای شو، تيروتي هيواد وال په دې قانع کړي چې د دښمن له صف څخه لار جلا کړي او په کور کښيني.

بل لور ته د طالبانو افرادي قوت هم ورځ تر بلې په زياتيدو ده، ليکې يې تر هر بل وخت پياوړې، مورال يې لوړ او جهادي جذبه يې څپڅپانده ده. امريکا که هرڅومره زور ووهي نه د تاريخ مخ بدلولی شي او نه افغان ولس ايل کولی شي، له اشغال کرکه د افغانانو په خټه کې اغږل شوې، تاريخ ثابته کړې چې افغانانو هيڅ کله ښکيلاک ته سر نه ده ټيټ کړی، د خپلواکۍ جګړو وخت په بر کې نيولی خو آخر بری بيا هم د مسلمانو افغانانو په برخه شوی.

په لنډه توګه ويلی شو چې د دوحې تړون ماتول به امريکايې ځواکونو ته په ډيره درنه بيه تمام شي او داسې وخت به راشي چې بيا به طالبانو ته د ډيرو سترو امتيازاتو په منلو د تيښتې لار غواړي خو دا غوښتنه به يې نه منل کيږي.

لوی ټکي: تړوند دوحېکهمات شي

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د امريکا ګواښوونکی ليک، د صالح او جمهوريت پالو وارخطايي!!

نشرونکی: محمود
مارچ 8, 2021
افغانستان

ډاکټر عبدالله: په دې حساسو شرايطو کې بايد اشتباه ونشي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 8, 2021
افغانستان

حکمتيار: کابل حکومت که هدفي وژنې بندې نه کړي، د منتظمینو نومونه به يې افشا کړي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 8, 2021
مقالې

د خليلزاد نوې راوړې طرحه به طالبان ومني؟؟

نشرونکی: محمود
مارچ 8, 2021
خبرونه

امريکا: د ټرمپ د پلويانو او تورپوستو ترمنځ اخوډب شوی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 7, 2021

وروستي

د امريکا ګواښوونکی ليک، د صالح او جمهوريت پالو وارخطايي!!

نشرونکی: محمود
مارچ 8, 2021
0

ډاکټر عبدالله: په دې حساسو شرايطو کې بايد اشتباه ونشي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 8, 2021
0

حکمتيار: کابل حکومت که هدفي وژنې بندې نه کړي، د منتظمینو نومونه به يې افشا کړي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 8, 2021
0

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد نن دوشنبه له دوحې وروسته اسلام اباد ته سفر وکړي

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

د افریقایي ‘استوایي ګینې’ هېواد یوه پوځي مرکز کې چاودنو ۲۰ تنه وژلي او سلګونه ټپیان دي

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

د انټرنیټ څخه پرته په واټس اپ خبرې کولو طریقه

نشرونکی: محب الله عاطف
مارچ 8, 2021
0

د خليلزاد نوې راوړې طرحه به طالبان ومني؟؟

نشرونکی: محمود
مارچ 8, 2021
0

اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د استولي لیک پښتو او فارسي متن

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

کابل وزلوبې سیالي؛ د کندهار، بدخشان، او سمنګان لوبډلو پروان، پنجشیر او ننګرهار ته ماتې ورکړه

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

د یمن حوثي وسله والو د سعودي د تېلو کارخانې په میزایلو ویشتي

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

ډیر کتل شوي

  • اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د استولي لیک پښتو او فارسي متن

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د خليلزاد نوې راوړې طرحه به طالبان ومني؟؟

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د انټرنیټ څخه پرته په واټس اپ خبرې کولو طریقه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • حکمتيار: کابل حکومت که هدفي وژنې بندې نه کړي، د منتظمینو نومونه به يې افشا کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ډاکټر عبدالله: په دې حساسو شرايطو کې بايد اشتباه ونشي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هغه خلک بهتر ندي چې د اخرت لپاره دنیا پریږدي ، بهتر هغه خلک دي چې دنیا او اخرت دواړه حاصل کړي.(حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه)

نشرونکی: محب الله عاطف
مارچ 9, 2021

د نن ورځې تازه خبرونه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

Login to your account below

Forgotten Password?

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com