شفیع اعظم
اوسپنيز امير ټول ياغي باغي سرونه يوغ ته برابر او د تورې، خنجر په زور یې مرکزي نظام اطاعت ته اړويستل.
له رباني را پاتې افغانستان بيا ویشلی، پاشلی او د کابل هره ناحیه کې بېل حکومت، بېله کرنسي او بیرغونه رپاند وو.
لوی ملا صېب دا ټولې لښکرې او بیرغونه په کولاب او خواجه غار داخل او افغانستان یې له شماله تر جنوبه او شرقه تر غربه يو په بل پسې داسې مظبوط وپېل چې له احمد شاهي ټاټوبي کندهار نه به فرمان صادر شو نو ساعت پس به د بدخشان په پامیري څنډو قابل اجرا وو.
اوس يوځل بيا ګورو چې په خپل سر د شمال ټلوالې او نورو ګوندي مشرانو سرونه کله د هندوستان، کله اسلام اباد او ځيني نور په فرانس او تهران کې غومبرې او سياسي مانورونه وهي.
لدې ښکاري چې کرزي خان او اشرف جان په خپل ضعیف مديريت سره وطن يوځل بيا په داسې سلو ټوټو او جزیرو ويشلی چې را ټولول یې لویه ناهيلي ښکاري.
مالومیږي چې په مرکزي نقطه د دې لوی وطن د غوټه کولو مسوليت يوځل بيا سپينو پاجونو ته ور پاتې دی. دې ماموريت او میشن وهلو ته له دوی پرته بلچا ته سترګې نه ور وړي او دوی د دې کار د انجام وړتيا او سابقه هم لري.
د افغانستان يووالی او قوي مرکزي نظام احيا تر بل هر شي اوچت لومړيتوب دی.
دا هدف سر ته رسول غواړي!