لیکوال: اعظم هاشمي
(دا په کابل ټکی کام کې د خپرېدونکي کتاب “د بخارا او سمرقند په وینو لړلی ژوند” د ژباړې پنځه دېرشمه برخه ده، چې خپرېدل یې دوام لري).
دويمه ورځ مې سهار وختي خپل سامان له ځان سره واخیست او مسجد ته ورسېدم. ماښام زما راه بلد هم له دوه فرغاني ځوانانو سره راغی. هغوی له اوبو دوه ډک ژي په شاګانو راخيستي وو؛ په پښو يې پڼې او پر سرونو يې افغاني لونګۍ وې.
له يو ساعته ډېر وخت په تياري او چمتو کېدو تېر شو؛ سرای هم له مسافرو ډک شو، چې ټول افغانان وو. مونږ د کالیو او څېرو له پلوه ترکمن ښکارېدو. دا چې په افغانستان کې ترکمن هم اوسېږي، نو له دې امله هيچا پر مونږ شک نه کاوه، خو له دې سره سره په زړه کې ډېر اندېښمن وم. د ماښام له لمانځه وروسته يو يو راووتو؛ د شپې تر لسو بجو له ښاره ډېر لرې شوي وو؛ شاته مو وکتل، ښار په تته رڼا کې د تور غټ پوښلي ټکي په څېر ښکارېد.
مخې ته مو پراخه، پلنه، بې وښو او بې اوبو دښته د سترګو تر ليده ويړه وه. په دښته کې د پَل له ايښودو سره سم زمونږ راه بلد لارښوونه وکړه، چې مونږ څلور واړه باید هر يو بېل بېل مزل وکړو او زمونږ د هر يو تر منځ بايد دوه سوه مِتره واټن وي او دا به لازمي ځکه وي، چې که الله مه کړه د کمونستانو له ګومارلو کسانو سره مخ شوو؛ نو چې ټول پر يو ځای ونه نيول شوو؛ د کاروان د تللو لوی سرک به زمونږ ښي لوري ته وي او مونږ به له سرکه په لږ واټن کې مزل کوو. له دې سره سره به سرک په پام کې نيسو؛ کنه نو په وروسته شګلنه دښته کې به د لارې د ورکېدو خطر وي. له همدې امله مونږ د راه بلد پر لارښوونه عمل وکړ. لوی سرک مو پرېښود، له سرکه په لږ واټن کې مو د لارې کيڼ لوري ته مزل کاوه. په سر کې مو راه بلد و او په دوه سوه او درې سوه قدمه واټن کې مونږ درې واړه يو په بل پسې روان وو. په تګ تګ کې د يو نهر غاړې ته ورسېدو. دوه سوه مېتره وړاندې د لرګي پَل و، چې نېږدې سل سانتي پلن و او د کاروان سرک پر همدې لاره تېرېدو. زمونږ لارښود د مشورې کولو، له خطرونو د ځان خبرولو او د يو او بل د احوال د اخيستلو لپاره ځينې اوازونه د رمز په ډول ټاکلي وو. د راټوليدو لپاره يې د ځنګلي ژوي اواز ټاکلی و. نهر ته نېږدې شوي وو، چې نوموړي د ځنګلي ژوي اواز پورته کړ. مونږ سمدستي تېز تېز ګامونه واخيستل او ور سره یو ځای شوو. خبره داسې وه، چې دوه کسه وسله وال څوکیداران د پُل په دواړو غاړو ويده ول. په کومه غاړه چې مونږ وو؛ دلته له څوکیدار سره سپی هم و، خو له نيکه مرغه هغه هم ويده و. پرېکړه مو وکړه، چې زمونږ دوه کسه دې د څوکیدار او سپي څارنه کوي او دوه دې له پُله تېر شي او د پُل په پورې غاړه دې د دوه څوکیدارانو ترصد وکړي؛ په دې وخت کې که کومه پېښه منځ ته رانغله، نو پاتې دوه کسه به هم له پُله تېرېږي؛ خو که الله مه کړه سپی يا څوکیداران راويښ شول، نو په ډېره چټکۍ دې ترې وسله واخلي او د هغوی د له منځه وړلو هڅه دې وشي.
درې کسه روغ رمټ تېر شوو او څلورم هم له پُله تېر شو، خو کله چې د څوکیدار له څنګه تېر شو او د کړکو ګڼ ځنګل ته ورسېد؛ پښه يې بنده شوه، تيندک يې وخوړ او ولوېد. د تورې شپې په چوپتيا کې د ډم (په اوبو کې د لوېدو غږ) غږ پورته شو؛ سپی په غپېدو شو؛ څوکیداران هم راويښ شول؛ يو او بل ته یې نارې کړې:
څه پېښه ده؟
مونږ سمدستي په بوټو او وښو کې پټ شوو. بوټي او واښه د انسان د قد په اندازه لوړ او ډېر ګڼ ول. په سپکو سپکو قدمونو مخکې روان شوو. دواړو څوکیدارانو په لوړ غږ له يو او بل سره خبرې کولې. سپی غلی شوی و، څو شېبې وروسته څوکیداران هم غلي شول. يو ځل بيا وېروونکې چُپتيا بوټي په غېږ کې ونيول.
نور بیا….