سه شنبه, مارچ 9, 2021
کابل ټکی کام
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
کور سرمقاله

د انصاري حقيقي څرګندونې او د جمهوريت د علماؤو سکوت!!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 21, 2021
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
22 0
0
13
ځلې شریک شوی
158
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولۍ

د امريکا ګواښوونکی ليک، د صالح او جمهوريت پالو وارخطايي!!

ډاکټر عبدالله: په دې حساسو شرايطو کې بايد اشتباه ونشي

حکمتيار: کابل حکومت که هدفي وژنې بندې نه کړي، د منتظمینو نومونه به يې افشا کړي

د تأسف ځای خو دا دی چې هغه په صليبي ټولنو کې هم منفور جمهوريتونه چې ډېر پخوا پکې منځته راغلي، مګر د خپل ظلم، نوعيت او نورو ناخوالو له امله پکې له منځه تللي، صليبي کليساګانې هم دغه نظامونه مطلق د خپل دين په خلاف بولي… خو زموږ تش په نوم ديني علماء چې له همدې جمهوري نظام څخه څو پيسې خوري، د پيسو لپاره يې خپل دين، ايمان او وجدان په خطر کې اچولی او د جمهوريت په اړه د قران کريم ايتونه او نبوي احاديث غلط تفسيروي، دوی جمهوري نظام ته دومره قائل دي چې ان د ړندو په څېر دغه نظام اسلامي نظام بولي، بې له دې چې کوم شرعي دليل ورته ولري، بلکې وايي چې اوس د دې نظام کوم اړخ غير اسلامي دی؟
دغه تش په نوم علماء چې د حقيقي علماء کرامو له لوري په وار وار چلنج شوي تر څو د جمهوريت د جواز لپاره شرعي دلايل راوړي بلکې دوی بلکل يو دليل هم نشي راوړی.
د حقاني علماء وو له جملې څخه يو تن د هرات ولايت د جامع جومات خطيب چې مولوي مجيب الرحمن انصاري نوميږي، دی. دغه عالم د ايتونو او نبوي ارشاداتو په دلايلو سره هغه حقيقت راڅرګند کړ چې پکار وو، شل کاله مخکې د امريکا د راتګ او نوي اشغال پر وخت لا رابرسېره شوی وای، خو لا اوس هم ناوخته نه ده بلکې نوموړي عالم خپل هغه مسئوليت اداء کړ کوم چې د هر عالم شرعي او الهي مسئوليت وي.
نوموړي عالم وويل چې د کابل اوسنۍ اداره چې د امريکا د تمويل او تجهير په اساس ژوندۍ ده او د کفري نړۍ له لوري منځته راغلې، مفسده، ظالمه او له ناخوالو ډکه اداره ده، چې له دې ادارې سره په صف کې کار کول کبيره ګناه ده او همدارنګه هغه څوک چې په ياده اداره کې يا کار کوي او يا هم ورسره هم نظري وي، کبيره ګناهګار دي.
د مولوي مجيب الرحمن انصاري پر حقيقي څرګندونو باندې هغه د کابل ادارې د جمهوريت تش په نوم ملاتړي سوء علماء اوس د دې پرځای چې د مولوي مجيب الرحمن د خبرو په اړه مدلل ځواب ووايي بلکې سکوت يې غوره کړی، داسې غلي دي چې له خولې يې بلکل خبرې نه راوځي….
د مولوي مجيب الرحمن انصاري د حقيقت څرګندونکو خبرو د جمهوريت پالو غوسې راپارولي او حکومت په ځانګړې توګه د ملي امنيت رئيس او حمدالله محب ګواښ کړی چې د نوموړي عالم خبرې بايد وڅېړل شي چې ولې يې د نظام په خلاف کړي؟
له دې وړاندې چې چا هم ځان سالم مسلمان او سالم افغان باله، هيڅکله هم د کابل ادارې نظام ته د دندې د تر سره کولو لپاره نه ورتلل بلکې يوازې هغه څوک ورتلل چې يوازې پر مادياتو يې پوخ باور درلود. کنه د غوڅ اکثريت افغانانو په اذهانو کې دغه اداره منفوره ده. له همدې امله دي چې په اوسط ډول طالبانو ته دکابل ادارې ۱۵۰۰ منسوبين تسليميږي او له کابل ادارې سره خپل روابط شکوي، همدومره يې په کاذبې دفاع کې وژل کيږي، چې تقريبًا ټول مياشتنی شمېر يې ۳۰۰۰ کيږي.
خو د مولوي مجيب الرحمن تازه څرګدونې ښايي زيات تاثير ولري او د کابل ادراې له صف څخه به د تسليمي او وتلو لړۍ نوره هم تېزه کړي، چې له دې امله به دغه نظام بلاخره په بشپړ ډول له منځه لاړ شي او څو تنه غرب پالان د افغان ملت حساب او کتاب ته پاتې شي.

لوی ټکي: او د جمهوريتڅرګندونېد انصاري حقيقيد علماؤو سکوت

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د امريکا ګواښوونکی ليک، د صالح او جمهوريت پالو وارخطايي!!

نشرونکی: محمود
مارچ 8, 2021
افغانستان

ډاکټر عبدالله: په دې حساسو شرايطو کې بايد اشتباه ونشي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 8, 2021
افغانستان

حکمتيار: کابل حکومت که هدفي وژنې بندې نه کړي، د منتظمینو نومونه به يې افشا کړي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 8, 2021
مقالې

د خليلزاد نوې راوړې طرحه به طالبان ومني؟؟

نشرونکی: محمود
مارچ 8, 2021
خبرونه

امريکا: د ټرمپ د پلويانو او تورپوستو ترمنځ اخوډب شوی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 7, 2021

وروستي

د امريکا ګواښوونکی ليک، د صالح او جمهوريت پالو وارخطايي!!

نشرونکی: محمود
مارچ 8, 2021
0

ډاکټر عبدالله: په دې حساسو شرايطو کې بايد اشتباه ونشي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 8, 2021
0

حکمتيار: کابل حکومت که هدفي وژنې بندې نه کړي، د منتظمینو نومونه به يې افشا کړي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 8, 2021
0

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد نن دوشنبه له دوحې وروسته اسلام اباد ته سفر وکړي

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

د افریقایي ‘استوایي ګینې’ هېواد یوه پوځي مرکز کې چاودنو ۲۰ تنه وژلي او سلګونه ټپیان دي

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

د انټرنیټ څخه پرته په واټس اپ خبرې کولو طریقه

نشرونکی: محب الله عاطف
مارچ 8, 2021
0

د خليلزاد نوې راوړې طرحه به طالبان ومني؟؟

نشرونکی: محمود
مارچ 8, 2021
0

اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د استولي لیک پښتو او فارسي متن

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

کابل وزلوبې سیالي؛ د کندهار، بدخشان، او سمنګان لوبډلو پروان، پنجشیر او ننګرهار ته ماتې ورکړه

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

د یمن حوثي وسله والو د سعودي د تېلو کارخانې په میزایلو ویشتي

نشرونکی: عبد الرحمن
مارچ 8, 2021
0

ډیر کتل شوي

  • اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د استولي لیک پښتو او فارسي متن

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د خليلزاد نوې راوړې طرحه به طالبان ومني؟؟

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د انټرنیټ څخه پرته په واټس اپ خبرې کولو طریقه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • حکمتيار: کابل حکومت که هدفي وژنې بندې نه کړي، د منتظمینو نومونه به يې افشا کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ډاکټر عبدالله: په دې حساسو شرايطو کې بايد اشتباه ونشي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هغه خلک بهتر ندي چې د اخرت لپاره دنیا پریږدي ، بهتر هغه خلک دي چې دنیا او اخرت دواړه حاصل کړي.(حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه)

نشرونکی: محب الله عاطف
مارچ 9, 2021

د نن ورځې تازه خبرونه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

Login to your account below

Forgotten Password?

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com