کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۹ل)
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې له سعودي عربستان سره پر اړیکو بیا کتنه کوي.
بایډن له یوه تلویزیوني چینل سره په تازه مرکه کې وروسته له هغې سختې څرګندونې وکړې، چې یوه استخباراتي راپور کې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د خبریال خاشقجي په وژنه تورن وپېژندل شو.
راپور کې راغلي، چې خاشقجي د محمد بن سلمان په امر وژل شوی.
جوبایډن بیا د خاشقجي وژنه حنایت بللی ویلي دي چې له سعودي حکومت څخه به د دې بشرضد کړنې پوښتنه وکړای شي.
جو بایډن دغه راز وویل، چې امریکا به په نږدې راتلوونکې کې له سعودي عربستان سره په اړیکو بیا کتنه وکړي.
بایډن همدارنګه ویلي، چې سعودي سره په اړیکو کې به جدي بدلونونه راوستل شي او دا بدلونونه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون امریکا اعلان وکړ چې د خاشقجي د قتل او نورو اړونده موضوعاتو له کبله یې په ۷۶ سعودي اتباعو د ویزو بندیزونه لګولي دي.
جمال خاشقجي د ۲۰۱۸م په اکتوبر کې په ترکیه کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته داخل شو چې راپورونه وایي همالته د محمد بن سلمان په امر ووژل شو او جسد یې تری تم کړل شو.