کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۹ل)
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د سفرونو نوی پړاو کړ.
د راپورونه له مخې، خلیلزاد د دغې سفر په لړ کې لومړی جرمني هېواد ته تللی او ټاکل شوې، چې افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.
د امریکا د نوې ادارې د واکمنېدو راوروسته د خلیلزاد دا لومړی سفر دی، چې د افغان سولې په اړه یې پیلوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت طالبانو سره هوکړه کړې وه، چې د څوارلس میاشتو په موده کې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
خو د جوبایډن حکومت وایي، چې د امریکا نوی حکومت د یادې هوکړې په ارزونه بوخت دی او ژر به یې په اړه خپل نظر څرګند کړي.
طالبانو په خپلو اعلامیوو کې بار بار ویلي، چې دوی یادې هوکړې ته ژمن دي او امریکا دې یې هم عملي کړي.
دغه راز طالبانو خبرداری ورکړی، چې د امریکا له خوا د هوکړې نه عملي کول به د متحده ایالاتو په زیان تمام شي.