چهارشنبه, اپریل 14, 2021
کابل ټکی کام
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
کور ټولنه او اجتماع

په انټرنيټ دعوت«دويمه برخه»

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مارچ 5, 2021
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع, مهم
12 1
0
7
ځلې شریک شوی
90
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولۍ

مصر: د يوې ترافيکي پېښې له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د متحده عربي اماراتو” فجيره” بندر ته څېرمه پر اسرائيلي بيړۍ بريد شوی

د واشنګټن وروستی اعلان او په مقابل کې يې د ذبيح الله مجاهد تازه څرګندونې!!

عبدالرحمن (کافي)

له نيټ څخه د ښې استفادې څو ټکي:
په لومړۍ برخه کې مو په انټرنيټ د دعوت ګټې بيان کړې ، نو له دومره ګټو سره مناسبه ده چې له انټرنیټ څخه ښه اعظمي استفاده وکړو ، د ښې استفادې لپاره لاندې څو ټکي بايد په پام کې ونيول شي:

۱ـ د نيټ استعمال او پرې دعوت ته تشويق:
د نيټ استعمال ته له تشويق څخه مې هدف دا نه ده چې فقط د انټرنيټ استعمال ته خلک تشويق کړل شي ، بلکه هدف مې داده چې اسلام ته دعوت کونکي بايد د انټرنيټ په مټ د دعوت لپاره تکړه داعيان تشويق کړي ترڅو يې دعوت مؤثر ، هراړخيز او اسانه شي او په لږ وخت کې په کمو وسائلو ډير کار وکړي.

۲ـ د انټرنټ له وسائلو سره بلدتيا پيداکول لکه کمپيوټر وغيره:
د هغو وسائلو پيدا کول او ورسره بلدتيا مهمه ده چې له انټرنيټ سره تړاو لري ، لکه : کمپيوټر ، هارډسک ، د نيټ مبايل ، د وای پای موډيم ، اسلامي او معلوماتي انټرنيټي پاڼې پيژندل ، په نيټ د معلوماتو د لاسته راوړلو لارې چارې پيژندل او داسې نور.

۳ـ مالداره کسان هڅول چې په دې برخه کې مصرف وکړي:
نيټ هم د نورو وسائلو په څېر حتماً مصرف ته اړتيا لري نو ځکه مهمه ده چې هغه نيک مالداره کسان چې د الله په لاره کې انفاق کوي وهڅول شي چې له دعوت کوونکو سره په دې برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

۴ـ شخصي دعوتي پاڼې جوړول او د مستندو علماوو له ليکنو څخه استفاده:
داعي بايد په انټرنيټ کې شخصي دعوتي پاڼې جوړې کړي او په هغو کې د مستندو علماوو ليکنې ، کتابونه ، غږیز او انځوريز مواد او له دې پرته نور د پام وړ مواد خپاره کړي او دغه پاڼې ښې مشهورې او د موادو له اړخه ښې غني کړي ترڅو زیاتو خلکو ته د هغوی د اړتيا او ذوق مطابق ډېر څه ورسیږي.

پر نیټ د دعوتګر صفات:
کوم صفات چې د يوه عام دعوت کونکي لپاره وي، هغه د هرقسم داعي لپاره ضروري دي البته دا لاندې څو خبرې د انټرنيټ په وسيله د داعي لپاره اړينې دي:

۱ـ د خپل کار او اړتيا موافق د پاڼو او موادو کتل ، له دې هاخوا له نورو شيانو څخه جداً پرهېز او د وخت له عبث تيرولو څخه ځان ساتل.

۲ـ انصاف او امانتدار اوسيدل ، د بل چا معلومات او ليکنې د هماغه کس په نامه خپرول او کوم څه چې امانت وي هغو سره د يوه امين په څېر چلند کول.

۳ـ ترممکنه حده په خپل نوم او پيژندګلوۍ دعوت کول ، د بل چا له نامه څخه استفاده نه کول او که ضرورت وو په مستعار نوم دعوت کول داسې خو د بل چا له شهرت او نوم څخه استفاده نه کول.

۴ـ د موادو په خپرولو کې دقت کول ، زاړه ، بې اساسه او د ضعيفو او نامعلومو خلکو معلومات نه خپرول .

۵ـ د نورو ادیانو له سپکاوي څخه ډډه کول البته په سنګيني او قانع کونکو دلائلو يې ترديد کول.

په نيټ د دعوت غلطه طريقه:

۱ـ د ضعيفو او دروغو خبرو خپرول او نقلول:
کوم داعي چې په انټرنيټ دعوت کوي ، هغه بايد له دروغو څخه په کلکه ډډه وکړي او د ضعيفو معلوماتو خپرول يې هم په کار باندې منفي تاثير کوي نو بناءً بايد ډډه ترې وشي.

۲ـ د احکامو او فتواوو صادرول:
په انټرنيټ باندې د دعوت په مهال بايد د فتوا ورکولو طريقه غوره نه کړل شي او نه د احکامو څېړلو ته مخه کړي ځکه چې په دعوت کې مهمه خبره داده چې خلک راجلب کړل شي ، په ښه طريقه وعظ او نصيحت ورته وکړل شي او قناعت ورکړل شي ، که په دعوت کې د فتوی طريقه غوره کړل شي نو هغه دعوت په مخ نه شي تلای.

۳ـ د مناظرې او مناقشې اسلوب او طرز خپلول:
د انټرنيټ په دعوت کې که له خلکو سره د مناقشې او مناظرې اسلوب خپل کړل شي نو دا هم دعوت له خنډ سره مخ کوي ، ځکه بيا به ټوله توجه د مقابل لوري لپاره د دلايلو پيدا کولو ته وي او د داعي فکر به محدود وي ، خو که په ازاد ډول دعوت وشي او د خلکو د حال مطابق دعوتي موضوعات وړاندې کړل شي نو ګټه به يې دا وي چې هرې موضوع ته به يې توجه وي او له محدوديت څخه به وتلی وي.

۴ـ د نورو د بدیو او غلطيو بيانول او د هغوی سپکاوی:
ښکاره خبره ده چې د نورو خلکو سپکاوی او بدي بيانول انسان له ناکامۍ سره مخ کوي او سخت غبرګونونه را پورته کوي ، همدا راز که په دعوت کې د نورو د غلطيو حسابول شروع شي نو اصلي مقصود به پاته وي او ټول فکر به په دې متمرکز وي چې څنګه په يو چا کې خلا پيدا او د هغوی په وړاندې پېش کړل شي، بناءً ويلای شو چې داعي بايد د نورو له سپکاوي څخه جدًّا اجتناب وکړي او د غلطيو او بديو په ځای د هغوی د زړونو د راخپلولو لپاره يې مثبت ټکي په توصيفي بڼه په خپله دعوتي سلسله کې راوړل شي.

۵ـ له دين څخه پرته خپلې ډلې ته کار کول:
په انټرنيټ له دعوت څخه موخه اسلام او مسلمانانو ته خدمت وي ، څرنګه چې دا يو لوی کار ده نو د نيت صفايي او اخلاص هم پکې شرط ده ، که چېرې که کوم داعي د اسلام د خدمت په نوم خپل تنظيم او خپلې ډلې ته کار شروع کړي نو له يوې خوا خو به یې کار له ناکامۍ سره مخ وي او بل دا يو قسم جفا هم ده چې نوم او دعوی يو ډول وي خو کار او عمل يې بيا مخالف وي.

بناءً داعي بايد دعوت يواځې او يواځې د اسلام لپاره په اخلاص او صفا نيت ترسره کړي ، له دې سره نور څه نه په نيت او نه په عمل کې شريک کړل شي.

نوربیا…..

لوی ټکي: برخهپه انټرنيټدعوتدويمه

ځانګړي مطالب

خبرونه

مصر: د يوې ترافيکي پېښې له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2021
خبرونه

د متحده عربي اماراتو” فجيره” بندر ته څېرمه پر اسرائيلي بيړۍ بريد شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2021
سرمقاله

د واشنګټن وروستی اعلان او په مقابل کې يې د ذبيح الله مجاهد تازه څرګندونې!!

نشرونکی: محمود
اپریل 14, 2021
خبرونه

ډیلي مېل: د امریکایي ځواکونو له وتلو سره سم به برېتانوي پوځیان هم له افغانستانه ووځي

نشرونکی: عاصم
اپریل 14, 2021
افغانستان

طالبان: تر څو چې له هېواده بهرني ځواکونه و نه وځي؛ هیڅ کنفرانس کې ګډون نه کوو

نشرونکی: عاصم
اپریل 14, 2021

وروستي

مصر: د يوې ترافيکي پېښې له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2021
0

د متحده عربي اماراتو” فجيره” بندر ته څېرمه پر اسرائيلي بيړۍ بريد شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2021
0

د واشنګټن وروستی اعلان او په مقابل کې يې د ذبيح الله مجاهد تازه څرګندونې!!

نشرونکی: محمود
اپریل 14, 2021
0

ډیلي مېل: د امریکایي ځواکونو له وتلو سره سم به برېتانوي پوځیان هم له افغانستانه ووځي

نشرونکی: عاصم
اپریل 14, 2021
0

طالبان: تر څو چې له هېواده بهرني ځواکونه و نه وځي؛ هیڅ کنفرانس کې ګډون نه کوو

نشرونکی: عاصم
اپریل 14, 2021
0

جوبایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو په اړه نن خپله پرېکړه اعلانوي

نشرونکی: عاصم
اپریل 14, 2021
0

فراه کې موټر بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2021
0

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم روژه ماتی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2021
0

اروپايي ټولنې پر اتو ايراني لوړپوړو چارواکو بندیزونه لګولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2021
0

امريکا کې پر يو ښوونځي وسله وال بريد ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2021
0

ډیر کتل شوي

  • د واشنګټن وروستی اعلان او په مقابل کې يې د ذبيح الله مجاهد تازه څرګندونې!!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • طالبان: د روانې میاشتې پر شپاړسمه د ترکیې غونډه کې ګډون نشو کولی

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • سرور دانش: د مصالحې شورا له لوري توحید شوې طرحه د «ولسمشر» او حکومت توهین دی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • فراه کې موټر بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د پیغمبر صلی الله علیه وسلم روژه ماتی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

حالات او شرايط که هر ډول وي چې کله هم د اذان اواز واورئ سمد ستي د لمانځه له پاره پورته شئ.(شهيد امام حسن البناء رحمة الله)

نشرونکی: محب الله عاطف
اپریل 14, 2021

د نن ورځې تازه خبرونه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

Login to your account below

Forgotten Password?

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In