کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۹ل)
نن سهار د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ ته څيرمه د ملي امنیت د څارنوالۍ پر رییس موټر بم چاودنه وشوه.
امنيتي سرچينې وايي، په دې چاودنه کې د هلمند د ملي امنيت د څارنوالۍ رييس محمود اغا وژل شوی دی.
د هغه د کورنۍ غړو هم د محمود آغا وژل کېدل تایید کړي دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤولیت چا نه دی منلی خو تر دې مخکې د طالبانو له خوا په ورته بریدونو کې چارواکي او د حکومتي ادارو مسؤولین د چاودنو او بریدونو هدف ګرځیدلي دي.