د استبداد پنځه ابعاد؛ د ځواک سرچینې څنګه د کمزورۍ لامل ګرځي؟
سټیفن کوټکین
ترجمه: حفيظ جلال
امریکايي تاریخپوه او د سټانفورډ پوهنتون د هوور انسټیټیوټ مخکښ څېړونکی سټیفن کوټکین د استبدادي نظامونو د بقا پر بنسټونو ژوره څېړنه کړې ده.
د هغه په باور، استبداد یوازې په زور نه درېږي، بلکې څو اساسي ستنې لري چې هم د واک د ټینګښت وسیلې دي او هم پکې د ړنګېدو تخمونه پټ وي. کوټکین دغه پنځه ابعاد په فورین افیرز مجله کې تشریح کړي دي.
۱. اوسپنیزه قبضه (امنیتي او پوځي ځواک)
استبدادي نظامونه د پولیسو، استخباراتو او پوځ له لارې واک ټینګوي او پر ټولنه پراخ نظارت کوي. خو همدا پراخ امنیتي جوړښت د دننیو سیالیو، د وفادارۍ د کمېدو او حتی د کودتا د خطر سبب ګرځي. کله چې زور د دولت پر ځای د واکمن د شخصي ګټو لپاره وکارول شي، د نظام دننه درزونه راپیدا کېږي.
۲. د پیسو بهیر (مالي سرچینې)
ډېر استبدادي حکومتونه پر طبیعي زیرمو لکه نفت او ګاز تکیه کوي، څو له خلکو د حساب ورکولو اړتیا کمه کړي. خو دا عایدات د نړیوالو بازارونو، بندرونو او سوداګریزو لارو پورې تړلي وي. بندیزونه، جګړې او یا د بیو ناڅاپي بدلونونه کولی شي همدا مالي ستنه کمزورې کړي.
۳. روایت او ایډیالوژي
استبدادي نظامونه هڅه کوي داسې رسمي کیسې او نظریات خپاره کړي چې خلک متحد وساتي او مخالف غږونه کمزوري کړي. خو که دا روایتونه له واقعیت سره په ټکر کې شي، یا تاریخي حقیقتونه نور پټ پاتې نه شي، همدا تبلیغاتي بنسټ د بېباورۍ او نارضایتۍ سرچینه ګرځي.
۴. د ژوند پر فرصتونو کنټرول
کله چې دولت د کار، زدهکړې، کور او نورو بنسټیزو اړتیاوو اصلي سرچینه وي، خلک له سیاسي پلوه محتاط کېږي. خو که خصوصي سکتور، خپلواک تعلیمي بنسټونه او مدني ټولنې پیاوړې شي، د دولت دا انحصار کمزوری کېږي او د خلکو خپلواکي زیاتیږي.
۵. نړیوال چاپېریال
نړیوال وضعیت هم د استبدادي نظامونو پر بقا ژور اغېز لري. ځینې وخت نړیوال اقتصاد او ټکنالوژي د دغو نظامونو ملاتړ کوي، خو همدا تړاو کولی شي د فشار وسیله هم شي. بندیزونه، سیاسي انزوا او د ټکنالوژۍ محدودیتونه کولای شي استبدادي حکومتونه له جدي ستونزو سره مخ کړي.
کوټکین ټینګار کوي چې استبدادي نظامونه که څه هم ظاهراً پیاوړي ښکاري، خو هماغه وسایل چې واکمنان پرې تکیه کوي، د شرایطو په بدلېدو سره د هغوی د کمزورۍ او حتی د زوال لامل ګرځېدلی شي.


















