کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۹ل)
د راپورونو له مخې، د افریقایي ‘استوایي ګینې’ هېواد یوه پوځي مرکز کې چاودنو ۲۰ تنه وژلي او سلګونه ټپیان دي.
د یاد هېواد ولسمشر تئودورو اوبیانګ انګوئما ویلي، دغه چاودنې په بندري ښار باتا کې د ډینامیت چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوي دي.
دغه چارواکي وایي، یادو چاودېدونکو توکو ته سمه پاملرنه نه وه شوې، ځکه یې چاودنه وکړه.
ځایي رسنۍ لیکي، د یادو موادو له کبله ۵ چاودنې شوي، چې ۲۰ کسه یې وژلي، ۶۰۰ تنه ټپیان او ښار کې یې ځینې ودانۍ زیانمنې کړې دي.
د دغې هېواد د روغتیا وزارت چارواکي وایي، لا هم ډېری خلک تر خاورو لاندې دي چې د را ایستلو هڅې یې روانې دي.