غورځنګ
په دې وروستيو کې افغان سوله يوه نوي پړاو ته ننوتلې، له دې وړاندې د قطر د دفتر مذاکرات په ټپه درېدلي وو، د امريکا نوې ادارې پر دوحې تړون د بيا کتنې راپورونه ورکړل، طالبان په غوسه شول او نورو سیمه ايزو او ګاونډيو هېوادونو ته يې خپل سياسي سفرونه پيل کړل، تر دې چې د مسکو، اېران او تاجکستان له هېوادونو څخه د امریکا په نوې ادارې ادارې غږ وکړ چې له تړون څخه په شا کېدل به د امریکا په زیان وي، ځکه چې دوی اوس نوې ټکنالوژۍ ته لاسرسی موندلی او د امريکايي عسکرو د پاتې کېدو په صورت کې به يې پرې وازمايي.
خو امریکا ښايي ژر د وخت حساسيت درک کړی وي نو يې غني د حکومت له يوې نوې طرحې سره يو سرخلاصی يا پرانيستی لیک هم راولېږه چې په اخطاري ډول ورته ويل شوي وو، چې واک پرېږدي او نور نو سولې ته کار وکړي، د سولې رامنځته شوی فرصت ضائع نه کړي او نور نو د سولې مخالفت پرېږدي.
له دې سره سم په روسيه کې د يوې ناستې خبر ورکړل شو چې مختلف افغان لوري ورته غوښتل شوي وو، دغه ناسته چې په بريالي ډول تر سره شوه، ښې او مثبتې پايلې يې لرلې او د راپورونو له مخې په دې غونډه کې ګډون کوونکو خواوو په دې توافق کړی چې له دې وروسته به بين الافغاني مذاکراتو ته ژمن اوسي او په مذاکراتي بهير کې به نور خنډونه نه جوړوي.
د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته متصل د امريکا د دفاع وزير لوېيد استن دافغان سولې په تړاو لومړی هند او بيا نن افغانستان ته په ناڅاپي سفر راغی.
دا چې هندوستان د افغان سولې په تړاو ځينې اندېښنې او ملاحظې لري نو له دې امله ده چې امريکا ځینې وختونه د افغان سولې او دوحې تړون په هکله له هندوستان سره مشورې کوي او ډاډ ورکوي چې افغان سوله او روان حالات د دوی په زيان نه دي. بلکې په افغانستان کې سوله او ارامي، يوه مستقل او خپلواک نظام رامنځته کېدل هغه څه دي چې د ټولو سیمه اييزو او ګاونډيو هېوادونو په ګټه دي.
خو د امریکا د دفاع وزير ناڅاپي سفر او تر دې وړاندې د خارجه وزير پرانيستی ليک غني او د ده ډلې ته څرګند پيغام لري چې د سولې له رامنځته شوي فرصته دې ګټه واخلي، وخت دې نه ضايع کوی او له خپل واک او د سولې له مخالفته دې تېر شي.
د امریکا د دفاع وزير ناڅاپي سفر غني او حاکم ټيم ته جدي اخطار دی او دا معنی لري چې غني دې نور د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدلو کاذبه باورمندي له ذهنه وباسي، اوس بايد له واکه تېر او سولې ته کار وکړي. کنه نو د افغان ملت رحم او کرم ته به پاتې کیږي.