چهارشنبه, اپریل 14, 2021
کابل ټکی کام
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
کور تبصرې

زموږ په سوله کې د ګاونډيو شيطانت؟ که کليدي رول؟؟

محمود نشرونکی: محمود
مارچ 22, 2021
کټګوریانې: تبصرې, مرکه
14 0
0
8
ځلې شریک شوی
102
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

څارګر احمدزی

د يوه وران او ويجاړ هېواد په سوله، جګړه، اقتصادي او هره برخه کې ګاونډي هېوادونه او سيمې خورا مهم او کلیدي رول لري، ځکه چې که چېرې په ګاونډي هېواد کې سوله او يوه باثباته نظام حاکم وي نو ګاونډيو هېوادونو ته په ځانګړي ډول د اقتصاد کانالونه، لارې چارې، سوداګريزې يا تجاتي لارې خلاصې وي او په خلاص مټ د خپل ګاونډي هېواد له لارو او خاورې څخه د متقابل احترام په چوکاټ کې په استفادې سره خپل سوداګريز توکي نورو سيمه اييزو هېوادونو ته لېږدوي.

دا هم ولولۍ

د افغان ملت رښتينې غوښتنې او جمهوريت څخه د ملاتړ په نامه سمبوليکې غونډې؟!

امرالله صالح د کابل په جمهوريت کې د امريکا روبوټ!!

د سولې لپاره د غني ناوخته او ناچله طرحه!!

چې د دغه ډول جګړه ځپلو هېوادونو څخه يو هم افغانستان دی چې تقريبًا له څلوېښتو کلونو راهيسې له مختلفو يرغلونو سره مخ دی او يرغلګر يې نه پرېږدي چې پخپلو پښو ودرېږي او يوه باثباته افغانستان ورڅخه جوړ شي.

د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو څخه يې درېوو خواوو ته اسلامي؟ جمهوري نظامونه او يوه لوري ته يې د چين جمهوريت واقع دی. نو له دې امله ده چې زموږ په افغان سوله کې هم ياد هېوادونه خورا مهم او کليدي رول لري او بې د دغو هېوادونو له رول او خوښې څخه په افغانستان کې سوله راتلل غير ممکن کار دی. خو وړاندې مو يادونه وکړه چې د هېواد په کچه په روابطو کې د متقابل احترام اصل خورا مهم دی. چې له بده مرغه بايد ووايو چې له افغانستان سره چم او ګاونډ هيڅکله د متقابل احترام پر اساس رول نه دی لوبولی بلکې خپلو شخصي ګټو ته يې کتلي.

که شل کاله وړاندې زمانې ته لاړ شو نو وبه ګورو چې د افغانستان چم او ګاونډ د دې پر ځای چې پر افغانستان باندې د امریکايي يرغل په خلاف ودرېږي او له هرې لارې چې وي، افغان ملت له يرغل او جګړې څخه وژغوري، بلکې برعکس يې امریکا ته اډې ورکړې او په پوره بې حسۍ يې افغانان امريکايانو ته نيول او پرې پلورل يې.

له هغه وروسته چې اوس مهال د امريکا نظر بلکل برعکس شو او وڅرخېد او طالبان په دې قادر شول چې نړۍ د افغانستان د شرعي او اسلامي نظام په اړه قانع کړي او نړۍ ته وروفهموي چې افغانستان بې له اسلامي نظام څخه نشي جوړېدای؛ خو دغه ګاونډيان اوس په ځينو اپلتو سر دي او پخپلو هېوادونو کې يې ځينې طرحې د نورو هېوادونوله استخباراتو سره جوړې کړي او بيا يې په سپين سترګۍ سره اعلانوي.

د ګاونډيو او سيمه اييزو هېوادونو له دغه ډول طرحو څخه يې يوه هم رسنيزه شوې او وايي چې ګواکې دوی بيا ځل په افغانستان کې د اسلامي امارت راتلل نه غواړي.

د دغو ګاونډيو او سيمه اييزو هېوادونو دغه طرحې له نړيوال سياست او ډپلوماسۍ سره په ټکر کې دي او د ګاونډيو له اصولو سره چې د متقابل احترام اصل دی، سرغړونه او زياتی دی.

نو هدف دا چې که له يوه لوري په افغان سوله کې ګاونډيان جمهوريتونه کليدي رول لري او بې د دوی له کردار او رول څخه افغان سوله ښايي ناممکنه وي، نو له بلې خوا بيا دوی هغه ډول د سولې هڅې نه کوي، کوم دول چې ښايي، بلکې هر يو پکې خپلې ګټې لټوي.

چې دا ډول عمل د سولې ضد چاره بلل کيږي او که چېرې دغه ډول کړنې او اعمال ونه درول شي نو پايلې به يې نه يوازې د افغانانو په تاوان وي، بلکې تر ټولو زيات تاوان به يې ګاونډيو ته اوړي. چې بيا به يې دوی هم د کنټرول وس نلري.

وګورئ! امریکايي يرغل که افغان ملت له هره اړخه وځاپه، خو هغه خلک يې هم تقريبًا پېړۍ پېړۍ وروسته بوتللو اقتصاد يې داسې وروران او ويجاړ کړی چې بلکل ځای ته نه راځي، له نړيوال سودي بانک څخه سودي قرضونه اخلي او هيڅ له قرضونو څخه نه خلاصيږي.

نو په همدې اساس ګاونډي هېوادونه بايد افغان سولې ته هغه ډول ژمن شي، لکه چې يې حق جوړيږي.

لوی ټکي: په افغان سوله کې د ګاونډيو رولد ډپلوماسۍ اصولد ګاونډيو ګټېمتقابل احترام

ځانګړي مطالب

تبصرې

د افغان ملت رښتينې غوښتنې او جمهوريت څخه د ملاتړ په نامه سمبوليکې غونډې؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 12, 2021
تبصرې

امرالله صالح د کابل په جمهوريت کې د امريکا روبوټ!!

نشرونکی: محمود
اپریل 11, 2021
تبصرې

د سولې لپاره د غني ناوخته او ناچله طرحه!!

نشرونکی: محمود
اپریل 6, 2021
تبصرې

په امريکا کې د افغان جګړې په اړه د نهيلۍ تصورات!!

نشرونکی: محمود
اپریل 5, 2021
تبصرې

د ترکيې جوړېدونکې غونډه به رښتيا د افغان کشالې وروستی حل وي؟؟

نشرونکی: محمود
اپریل 3, 2021

وروستي

مصر: د يوې ترافيکي پېښې له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2021
0

د متحده عربي اماراتو” فجيره” بندر ته څېرمه پر اسرائيلي بيړۍ بريد شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2021
0

د واشنګټن وروستی اعلان او په مقابل کې يې د ذبيح الله مجاهد تازه څرګندونې!!

نشرونکی: محمود
اپریل 14, 2021
0

ډیلي مېل: د امریکایي ځواکونو له وتلو سره سم به برېتانوي پوځیان هم له افغانستانه ووځي

نشرونکی: عاصم
اپریل 14, 2021
0

طالبان: تر څو چې له هېواده بهرني ځواکونه و نه وځي؛ هیڅ کنفرانس کې ګډون نه کوو

نشرونکی: عاصم
اپریل 14, 2021
0

جوبایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو په اړه نن خپله پرېکړه اعلانوي

نشرونکی: عاصم
اپریل 14, 2021
0

فراه کې موټر بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2021
0

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم روژه ماتی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2021
0

اروپايي ټولنې پر اتو ايراني لوړپوړو چارواکو بندیزونه لګولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2021
0

امريکا کې پر يو ښوونځي وسله وال بريد ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2021
0

ډیر کتل شوي

  • د واشنګټن وروستی اعلان او په مقابل کې يې د ذبيح الله مجاهد تازه څرګندونې!!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • طالبان: د روانې میاشتې پر شپاړسمه د ترکیې غونډه کې ګډون نشو کولی

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • سرور دانش: د مصالحې شورا له لوري توحید شوې طرحه د «ولسمشر» او حکومت توهین دی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • فراه کې موټر بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د پیغمبر صلی الله علیه وسلم روژه ماتی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

حالات او شرايط که هر ډول وي چې کله هم د اذان اواز واورئ سمد ستي د لمانځه له پاره پورته شئ.(شهيد امام حسن البناء رحمة الله)

نشرونکی: محب الله عاطف
اپریل 14, 2021

د نن ورځې تازه خبرونه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

Login to your account below

Forgotten Password?

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In