م. احمد طلحه
نږدې دوه لسيزې وړاندې د امريکا په مشرۍ نړيوالو حشرګړو پر افغانستان ناروا يرغل وکړ، دلته واکمن مشروع مرکزي نظام يې نسکور کړ، لسګونه زره افغانان يې ووژل، په ميليونونو نور يې کوره کړل ، اقتصادي وضعيت ورځ تربلې خرابيږي؛ خو له دې ټولو ورهاخوا د اشغالګرو ستر جنايت دلته د يوې بې کفايته او فاسدې ادارې رامنځته کول و، دغه اداره چې په سر کې يې ټوپکماران، غله او پرديپاله افغانان دي، هيڅ راز ملي ارزښت ته ژمنتيا نه لري، د ملت ځبېښل يې او د ملت په شتمنيو کې اختلاس يې ستر هدف دی .
د نړيوال شفافيت ادارې له لوري ترسره شوې سروې ښيي، چې افغانان په کلني ډول يوزر او پنځه سوه مليونه ډالر د ډاکټرغني، اروپايي اتحاديې او امريکا کميشن کارانو ته رشوت ورکوي، چې دکمال خان بند په څير لس د اوبو بندونه پرې جوړيږي. همدغه راز سيګار په خپل رپورټ کې وايي چې د ډاکټر غني ميرمن رولا غني له يوي پروژې څخه دوه سوه اتيا ميليونه ډالر غلا کوي چې دکمال خان بند په څير څلوربندونه پري جوړيږي.
که له تېرو شلو کلونو راهيسې پر افغانستان د اشغال تر سيوري لاندې نظامونو ته وګورو، فساد، اختلاس او رشوت کې تر هرچا وړاندې دي، د ملت په شتمنيو هره جوړېدونکې پروژه له څو لاسونو تيريږي او هر څوک تر خپلې وسې فساد پکې کوي، چې له امله يې د پروژې کيفيت راټيټږي او ښه بيلګه يې د کابل-قندهار لويه لار ده، چې د سلګونه ميليونه ډالرو لګښت سره سره اوس په ټوله معنا له ګټې اخيستنې وتلې ده.
دغه نظامونه د ملت په سترګو کې د خاورو شيندلو لپاره کله ناکله، ځينې سمبوليکې پروژې هم پرانيزي، يوه پروژه څو-څو ځله افتتاح کوي او غواړي، په دې ډول خپل جنايات پټ کړي. ددغو پروژو له ډلې يوه هم د د کمال خان بند پروژه ده، که څه هم د بندونو جوړول د افغان ملت تر ټولو ستره اړتيا او غوښتنه ده، او هر افغان د ټولګټو پروژو پر جوړولو او د هيواد پر ابادۍ خوشحاليږي؛ خو د کابل ادارې چارواکو د سلګونو دغه ډول پروژو لګښتونه په خپلو جيبونو کې اچولي ، په بهرنيو هيوادونو کې يې پانګونې پرې کړي او په پلازمينه کابل او يو شمېر نورو ښارونو کې يې اسمان څکې ودانۍ پرې جوړې کړي دي، چې ګټه يې يوازې دوی ته رسيږي.