کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک (سپاه پاسداران) ویاند ادعا کړې، چې د جګړې په لومړیو دوو ورځو کې ټولټال ۶۵۰ امریکايي سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، له دې ډلې ۱۶۰ تنه هغه مهال مرګژوبله اوښتې، چې په بحرین کې د امریکايي ځواکونو پر مرکز برید ترسره شو.
د سپاه ویاند همداراز ویلي، چې په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواک د پنځمې بېړۍ قرارګاه او څو پوځي کښتۍ د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه شوې دي.
تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د امریکا چارواکو رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.


















