امریکا د خپل يرغل پواسطه نولس کاله مخکې غوښتل چې دلته د اسلامي امارت بديل يوه اداره رامنځته کړي او نور نو خلک د طالبانو دور پخپل ياد کې راونه ولي، بلکې د همدې نوې امریکايي منځته راغلې ادارې قدرداني؟ وکړي…
په نوې اداره کې امریکا د افغانستان په سطحه بدنامې څېرې راټولې او د افغانستان نسبي واک يې ورته ورکړ، دوی ورته په بدل کې افغان وژنه پيل کړه، شپنۍ وحشي چاپې، بمباردونه، په مختلفو نومونو او تورونو باندې لومړی افغانان رنګول او بیا يې په مخفي او ښکاره ډول ترور کول او وژل د يادې ادارې ورځني او ان ساعتوار کارونه وو، داسې وخت ؤ چې د طالب نوم د خلکو په اذهانو کې بيا ځل نه تکرارېدونکې يوازې د رېګ کرښه وګرځېده، خلکو به فکر کاوه چې ګواکې طالب نور د نړۍ افسانوي برخه وګرځېده…
خو داسې وخت راغی چې امريکا په خپلو پلانونو کې بشپړه ناکامه راغله او د افغان ملت ټول غله، زانيان، افغان وژونکي، پاټکيان، پخواني کمونستان او سيکولران يې چې واک ته رسولي وو، ټول د امریکايي ډالرو غله وختل، يوازې د جېب ډکولو غم ورسره وو او بس، نه يې افغان ملت ته کومه فايده او ګټه ورسېده او نه يې هم امریکا ته.
خو امریکا ته يې ايله دومره ګټه ورسېده چې په کال کې د پسرلي په ورځو کې د موډلنګ په نوم د عياشۍ او عريانۍ پروګرام، د افغان سياسيونو، بې پرې ليکوالانو او نورو وړ او با استعدادو وګړو وژل او ترور کول يې امريکا ته په ګته تمام شول. ځکه چې امريکا غوښتل په افغانانو کې د تاریخي مقاومت چې همېشه يې د يرغلګرو او ظالمانو په خلاف سر هسک کړی؛ د تل لپاره د دغو اوباشانو پواسطه غلی او چُپ کړي، خو نه یوازې قادر نشول بلکې د مقاومت غږ په ټول افغان ملت کې يو ځل بيا په انګازو شو، خو دا ځل يې نورو ځلونو سره دومره ژور توپیر درلود چې پخوا به که دافغان ملت د مقاومت غږ په لر او بر کې په خپور ډول را اوچت شو نو دا ځل د اسلامي امارت تر مشرتابه او منظم ځواک لاندې په خورا نظم او ډسپلين سره رامنځته شو.
د عصري اشغالګرې او د ټکنالوژۍ له پلوه نه اټکل کېدونکې نړۍ سره يې نولس کاله سرسخته مبارزه وکړه او د مذاکراتو په ترڅ کې يې تېر کال د دوحې تړون له امريکايي لوري سره چې دامريکا شديد او اشد مجبوريت ؤ؛ لاسليک کړ او امریکايان هغه مهال دې ته اړ کړل شول چې په څوارلس مياشتو ضرب الاجل کې افغانستان ترک کړي.
له دې سره هممهال د کابل ادارې له پلاوي سره د ځينو مصلحو افغانانو، سياسيونو او ځينو نورو مخلصو هېوادونو په غوښتنو او عذر او زاريو بين الافغاني مذاکرات پيل کړل، که څه هم د کابل ادارې پلاوي دومره صلاحيت، واک او حيثيت نه درلود چې طالبان دې د افغانستان پر سر ورسره خبرې اترې وکړي، بلکې دا پلاوی بايد د يوه لوري پلاوی بلل شوی وای… خو د افغان سياسيونو او نورو مخلصو هېوادونو په کلکه غوښتنه طالبانو په نه زړه د کابل ادارې له پلاوي سره بين الافغاني مذاکرات پيل کړل….
خو د کابل حکومت مذاکراتي پلاوي د دې پر ځای چې د وخت حساسيت درک کړي او له طالبانو سره د يوه اسلامي نظام پر مکانېزم وغږېږي، له خپل منفور جمهوريته يې دفاع پيل کړه، د جمهوریت په چوکاټ کې يې دافغانانو نولس کلنې او شل کلنې وژنې، د ډالرو پرېمانه، فسق او فساد، په نړيواله کچه د نشه ايي توکو توليد او نورې ناخوالې يې خپل شل کلنې لاسته راوړنې وبللې او وې ويل چې ګواکې موږ په بین الافغاني مذاکراتو له همدې څخه کلکه دفاع کوو، له طالبانو څخه يې په نړيوال سټېج باندې ګيلې پيل کړې او ويل به يې چې طالبان بايد انعطاف وښيي او زموږ؟ شل کلنې لاسته راوړنې او جمهوريت راسره ومني.
دا په داسې حال کې دي چې شل کلن جمهوريت ان پخپله د امریکايي عسکرو تر منځ هم منفور ګرځېدلی او پخپله د همدې کابل د جمهوريت لوړپوړي چارواکي هم له دغه جمهوريته سر ټکوي، نړيوال فاسد رژيم يې بولي، مستبد يې بولي او يوه غلام او فاشست رژيم يې بولي. خو دوی يې بيا هم دفاع کوي او د همدې منفور جمهوريت دبقا هڅې کوي.
خو له طالبانو څخه غواړي چې له خپل اسلامي او مقبول امارته ورته تېر شي.
د طالبانو په لاسونو باندې له نن څخه شل کاله مخکېنی حاکم شوی اسلامي امارت په نړیواله کچه د امن او امان نظام ؤ، غلا بلکل په قطعي شکل نه وه، فسق او فجور پای ته رسېدلی ؤ، د افغانستان د تجزيې مخه ښه په کلکه نيول شوې وه، د ټولو افغانانو د خوښې وړ نظام ؤ، د چا په چارو کې يې مداخله نه کوله، په ويلو او کولو کې يې هيڅ توپير نه ؤ، د هېواد يوه لوېشت خاوره هم چا ورڅخه ونه نيوله، بلکې هر ګاونډي او لرې پراته هېواد ته يې دافغانستان اصلي موقعيت او حيثيت وروپېژانده.
کله چې امريکا پر افغانستان خپل ناترسه يرغل وکړ او د طالب نوم سکروټه او اور وګرځېده، نو د کابل ادارې اوباشانو ته سخته موقع په لاس ورغله، خو د الله تعالی خوښه وه او د طالبانو اسلامي امارت يې يو ځل بيا احيا کړ، د امریکايي وحشي يرغل پر وړاندې يې سپېڅلی جهاد او مبارزه پيل کړه. او تر اوسه يې دغه مقدسه مبارزه روانه کړې، دافغانانو رښتيني ممثلين دي، رښتينی غږ يې په خپله مقدسه قربانۍ سره تر نړۍ ورساوه.
اوس يې داسلامي نظام داعيه ټولې نړۍ ته وړاندې کړې او نږدې يې په ټوله نړۍ منلې.
اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، په دغه کور کې ټول افغانانو په رښتينې بڼه ځان ويني، پرېکړې يې مکملې په شريعت برابرې او سمې دي، د هېواد زیاتره خاوره يې په لاسونو کې ده، د هېواد د څو ځلي احتمالي تجزيې مخه يې نيولې ده.
خو د کابل ادارې پلاوی چې له خپل منفور جمهوريته نه تېرېږي نو له طالبانو په کوم دليل دا تمه او توقع لري؟ چې له اسلامي مقبول امارته دې راتېر شي؟
دا د کابل ادارې کاذب خيال، ناسم فکر، ناسم تعقل او غير معقوله غوښتنه ده.