دویمه برخه:
لیکنه: همایون عیسی خېل
په اختلاف دمطالعو کې د حنفي علماء کرامو اقوال:
نورالایضاح مخ:۱۳۰ کې لیکي:
واذا ثبت في مطلع قطر: لزم سائر الناس في ظاهر المذهب وعليه الفتوى.
ژباړه: کله چې سپوږمۍ ښکاره شي د ظاهر المذهب قول پر بنا په ټولو خلک باندې روژه لازمیږي. او په دغه قول باندې فتوی ده.
په الفتاوی الهندیة 1/۱۹۸ کې لیکي:
. ولا عبرة لاختلاف المطالع في ظاهر الرواية كذا في فتاوى قاضي خان.
وعليه فتوى الفقيه أبي الليث وبه كان يفتي شمس الأئمة الحلواني قال لو رأى أهل مغرب هلال رمضان يجب الصوم على أهل مشرق كذا في الخلاصة ثم إنما يلزم الصوم على متأخري الرؤية إذا ثبت عندهم رؤية أولئك بطريق موجب…
ژباړه: اختلاف د مطالعو ته اعتبار نشته په ظاهر الروایة کې. داغسې قول دفتاوی قاضي خان دی، او په همدې باندې فتوی د فقیه ابو اللیث ده. او په همدې باندې شمس الأئمه الحلواني فتوی ورکوله. هغه وایي: که چرته لویدیځوال د روژې میاشت وویني، په ختیځوالو باندې روژه نېول واجب ګرځي. همداسې که چرته ختیځوالو ته( د میاشت لیدلو) خبر وروسته ورسیږي نو په دوی یوه روژه قضايي واجبیږي؛ خو شرط دا دی چې خبر به په شرعي طریقې سره ورته رسیدلی وي.
درالمختار۲/۱۹۳ کې داسې لیکي:
(واختلاف المطالع) ورؤيته نهارا قبل الزوال وبعده (غير معتبر على) ظاهر (المذهب) وعليه أكثر المشايخ وعليه الفتوى بحر عن الخلاصة
(فيلزم أهل المشرق برؤية أهل المغرب) إذا ثبت عندهم رؤية أولئك بطريق موجب كما مر…
ژباړه: اختلاف د مطالعو او لیدل یې د ورځې د زوال څخه وړاندې یا وروسته معتبر نه دی، بنا پر ظاهر مذهب او دغه قول د زیاترو مشایخو دی او پر دې باندې فتوی ده.
نو که د لویدیځ(مغرب) خلک(سپوږمۍ) وویني د ختیځ(مشرق) په خلکو باندې(روژه) لازم ده؛ خو شرط دا دی چې د (ختیځ) خلکو ته د (لویدیځ) خلکو د سپوږمۍ لیدلو خبر په شرعي طریقې سره ورسیږي.
البحر الرایق ۲/۲۹۰ کې داسې لیکي:
(قَوْلُهُ: وَلَا عِبْرَةَ بِاخْتِلَافِ الْمَطَالِعِ) فَإِذَا رَآهُ أَهْلُ بَلْدَةٍ، وَلَمْ يَرَهُ أَهْلُ بَلْدَةٍ أُخْرَى وَجَبَ عَلَيْهِمْ أَنْ يَصُومُوا بِرُؤْيَةِ أُولَئِكَ إذَا ثَبَتَ عِنْدَهُمْ بِطَرِيقٍ مُوجِبٍ، وَيَلْزَمُ أَهْلَ الْمَشْرِقِ بِرُؤْيَةِ أَهْلِ الْمَغْرِبِ
ژباړه: اختلاف د مطالعو ته اعتبار نشته. نو که د یو ښار خلک(سپوږمۍ) وویني او د بل ښار خلک یې ونه ویني، نو د (اولني) ښار د لیدلو پر اساس په دوی باندې هم واجب ده چې روژه ونیسي. خو شرط دا دی چې د بل ښار خلکو ته خبر په شرعي طریقې سره ورسیږي. او د اهل مغرب لیدلو له امله په اهل مشرق باندې(روژه) لازمیږي.
په تبیین الحقایق:1/۳۱۶ او فتح القدیر:2/۱۳ کې داسې لیکي:
(قَوْلُهُ فِي الْمَتْنِ وَيَثْبُتُ رَمَضَانُ بِرُؤْيَةِ هِلَالِهِ إلَخْ) قَالَ الْكَمَالُ – رَحِمَهُ اللَّهُ – وَإِذَا ثَبَتَ فِي مِصْرٍ لَزِمَ سَائِرَ النَّاسِ فَيَلْزَمُ أَهْلَ الْمَشْرِقِ رُؤْيَةُ أَهْلِ الْمَغْرِبِ فِي ظَاهِرِ الْمَذْهَبِ
ژباړه: امام کمال رحمه الله وایي: کله چې(روژه) په یو ښار کې ثابته شي؛ نوپه ټولو خلکو باندې لازمیږي. د لویدیځوالو د میاشت په لیدلو اساس په ختیځوالو روژه لازمه ګرځي.
مفتي فرید رحمه الله په فتاوی فریدیه ۴/۵۵ کې لیکي:
واضح رہے کہ ظاہر الروایت کی بنا پر اختلاف مطالع کا کوئی اعتبار نہیں ہے پس اہالیان امریکہ عرب کی ثابت شدہ رؤیت پر صوم وعید کر سکتے ہیں.
ژباړه:( د مفتي فرید رحمه الله څخه پوښته شوې: که په سعودي کې سپوږمۍ ولیدل شي او په امریکا کې ونه لیدل شي، نو ایا د امریکې په اوسیدونکو باندې روژه لازم ده؟ سره له دې چې د دواړو تر منځ ۸ ساعته توپیر دی)
ځواب: پټه دې نه وي چې د ظاهر الروایت قول پر اساس اختلاف مطالعو ته هېڅ اعتبار نشته. نو د امریکې اوسیدونکي د عربو د سپوږمۍ پر لیدلو اختر او روژه نېولی شي.
مفتي کفایت الله په کفایت المفتي ۴/۲۲۰-۲۲۱-۲۲۴ کې لیکي:
اختلاف مطالع کا حنفیہ کے نزدیک اعتبار نہیں ہے
ژباړه: د احنافو په نزد اختلاف د مطالعو معتبر نه دي.
د فتاوی رحیمیه مصنف هم ظاهر الروایة قول رانقل کړی دی. چې اختلاف د مطالعو ته اعتبار نشته.(فتاوی رحیمیه۷/۲۲۹)
نور بیا…
کابل ټکی کام دارالافتاء