عبدالرحمن وقار
ځینې وخت داسې ډېر پېښېږي، چې یو څوک د چا او یا څه په اړه پوښتنه درنه کوي، او یا د یوې موضوع په اړه درنه خپل نظر او آند غواړي.
لاندې دوه خبرې چې تاسو په ژوند کې د یو پوه، اعتماد او باور لرونکي شخص په توګه معرفي کوي.
لومړی: هیڅکله هم د معلوماتو او پوهېدلو پرته د یو څه او یا چا په اړه ژر قصاوت مه کوﺉ.که تاسو د هرې موضوع په اړه پرته له کروالي او په نا خبرۍ کې یو چا ته د اړوندې موضوع په اړه معلومات ورکوﺉاو په پایله کې که ستاسو آندونه او معلومات غلط ثابت شول، نو تاسو په ټولنه کې د یو بې باوره او دروغجن انسان په توګه پېژندل کېږي.
او هم د خلکو زړه درنه بدېږي، چې بیا وروسته هېڅوک د مشورو او ستونزو د حل لپاره له تاسو څخه معلومات او مشورې نه غواړي.
دوهم: هېڅکله هم د خپل مقام د لوړوالي لپاره ژر تر ژره قضاوت او پرېکړې مه کوﺉ.
شاید هر هغه څه چې موږ یې په اړه نظرونه او آندونه شریکوو، هغسې نه وي، څنګه چې موږ فکر او قضاوت کوو.
جکسون براون وایې، د هغې موضوع په اړه قضاوت مه کوه، چې سم پرې پوهېدلی نه یې.
هر کله چې تاسو پر یوه موضوع قضاوت او فیصله کوﺉ، همدا قضاوت او فیصله که د قناعت او منلو په بنسټ ولاړ وو، تاسو په ټولنه کې، د یو منلي او پوه شخص صفت په توګه یادېږي.
ښه پرېکړه، ښه قضاوت، مو پر ژوند او شخصیت خورا ښه مثبت اغېز لرﺉ.
او هم په ژوند کې د پرمختګ او بریا سبب ګرځي.
په جامعه کې د ښه او لوړ نوم درلودل د هر چا هیله ده، چې لپاره یې باید زحمت او زیار وویستل شي.
او په راتلونکی کې باید د ژوند ډېرو لویو او کوچنیو اړخونو ته پام وکړو، چې د ښه شخصیت په وده کې خورا بریالۍ مرسته کوي.