کوم وخت چې د امريکا جګړه اييز مشر جورج بوش په افغانستان باندې يرغل کاوه، هغه وخت يې بلکل دا نه انګېرله چې دغه جګړه به په څومره قېمت امريکا ته تمامه شي؟ خو بس د غرور پر نيلي سپور ؤ او بې له جګړې يې نور هيڅ هم نه منل او نه يې پېژندل.
خو د الله تعالی په نصرت دا دی له نولسو کلونو وروسته د دوحې تړون لاسليک ته اړ شول. خو دا چې امريکا له خپل تاريخ څخه مجبوره ده چې په تړون کې رذالت، بې وعدېتوب او داسې څه وکړي چې افغانان خپله اړ شي او امریکا څخه په افغانستان کې د پاتې کېدو غوښتنه وکړي…
خو لله الحمد افغان ملت د هغو ملتونو له جملې څخه نه دی چې خپل راتلونکی په پرديو اشغالګرو پورې تړي، بلکې خپل مستقل، ازاد او اسلامي نظام غواړي او د راتګ لپاره يې هر ډول سرښندنې، مبارزې او هر ډول قربانيو ته چمتو دی.
دا چې اوس مهال د جوبايډن اداره د ډانګ او پړانګ تر منځ ده چې له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي او که نا؟
که عسکر باسي نو استخباراتو يې لا له وړاندې خبرداری ورکړی چې که امريکا د مۍ تر لومړۍ نېټې پورې خپل عسکر وباسي نو ښايي په ډېره لنډه موده کې ټول افغانستان د طالبانو لاسونو ته ولوېږي.
بايډن په دې اړه هم فکر کوي چې که چېرې په افغانستان کې خپل عسکر پرېږدي نو د طالبانو له لوري به له سخت غبرګون سره مخ شي.
خو تازه ټولو غربي رسنيو داسې راپورونه خپاره کړي چې امریکايي ولس نور پر افغان ــ امريکايي جګړه بې باوره شوی او نور نه غواړي چې دغه بې سر او بې سامانه، بې ګټې جګړه دوام وکړي او د دوی عسکر بې ځايه د نورو لپاره قرباني شي او په وينا يې افغانستان اوس مهال د امریکايي وګړو په ګټه نه دی بلکې اوس مهال چې څه په کې تېرېږی مکمل د امریکا په زيان دي.
د دغو نشريو له جملې څخه د یورواېشیا رېویو په نوم نشريې کې راغلي چې د جوبايډن په شمول ټول امريکايي ولس په دې باور دی چې افغان جګړه اوس د دوی لپاره بې معنی ده له همدې امله ده چې جوبايډن هم اوس د دغې جګړې پای غواړي او موقت حکومت يوه طرحه يې ټولو افغان سياسيونو، طالبانو او ټولو لوريو ته لېږلې تر څو غور پرې وکړي. د نشريې په وينا امريکايي ادارې غني هم مجبور کړی تر څو له واکه تېر او له طالبانو سره يوه توافق ته؛ که هر ډول وي، ورسېږي.
غربي رسنيو اوسمهال افغان ـــ امريکايي کشاله سرټکی ګرځولې او د امريکايي ولس په اړه يې په خپلو نشريو کې څېړنې کړي چې په وينا يې ټول امریکايي ولس په دې باور دی چې هر څنګه وي، بايد افغان جګړه نوره پای ته ورسول شي او د مۍ د مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې ټول امريکايي عسکر له افغانستان څخه راووځي او دغه پيسې چې په دغه بې پايانه او بايللې جګړه کې مصرفوي، بايد د امريکا په داخل کې يې په ټپه ولاړو پروژو کې مصرف کړي…
همدا شان يوې بلې رسنۍ سټارز انډ سټرايپس هم پورتني مطلب ته ورته يو مطلب نشر کړی چې پکې ويلي يې دي چې امريکا پر غني فشار راوړی چې له طالبانو سره يوې هوکړې ته ورسېږي.
امريکا د خپل نړيوال حيثيت د ساتلو په غم کې ده ځکه چې اوس مهال دافغانستان په مسئله کې خوا او شا هېوادونه د اشغال د خاتمې نظر لري او د دوحې تړون په اړه د بايډن پر مبهمو خبرو او پاليسيو اندېښنې لري بلکې داسې فکر کوي چې ګواکې امريکا د دوحې تړون ماتوي…
د دې ترڅنګ د ولسي جرګې ځينو غړو ويلي چې امريکايي لوری هڅې کوي تر څو د ترکيې غونډه يو برخلیک ټاکونکې واوسي او د افغانستان په جګړه کې ښکيل لوري يوه توافق ته سره ورسېږي. چې له همدې امله حکومتي لوړپوو چارواکو له سر له اوسه له خزانو او اقتصادي وزارتونو څخه غلاګانې او چور او تالان پيل کړی. چې دا د هېواد اندېښمن حالات دي….