څلورمه برخه:
لیکنه: همایون عیسی خېل
په دې برخه کې پردې بحث کوو چې ځینو متاخرینو حنفي علماء کرامو اختلاف د مطالعو ته اعتبار ورکړی، لامل یې دا دی چې دوی د علامه زیلعي رحمه الله د عبارت په مقصد سهي نه دي پوه شوي. د عبارت مقصد یو څه دی او دوی ترې بل مطلب اخیستی.
د علامه زیلعی عبارت:
وَالْأَشْبَهُ أَنْ يُعْتَبَرَ لِأَنَّ كُلَّ قَوْمٍ مُخَاطَبُونَ بِمَا عِنْدَهُمْ وَانْفِصَالُ الْهِلَالِ عَنْ شُعَاعِ الشَّمْسِ يَخْتَلِفُ بِاخْتِلَافِ الْأَقْطَارِ كَمَا أَنَّ دُخُولَ الْوَقْتِ وَخُرُوجَهُ يَخْتَلِفُ بِاخْتِلَافِ الْأَقْطَارِ حَتَّى إذَا زَالَتْ الشَّمْسُ فِي الْمَشْرِقِ لَا يَلْزَمُ مِنْهُ أَنْ تَزُولَ فِي الْمَغْرِبِ
وَكَذَا طُلُوعُ الْفَجْرِ وَغُرُوبُ الشَّمْسِ بَلْ كُلَّمَا تَحَرَّكَتْ الشَّمْسُ دَرَجَةً فَتِلْكَ طُلُوعُ فَجْرٍ لِقَوْمٍ وَطُلُوعُ شَمْسٍ لِآخَرَيْنِ وَغُرُوبُ لِبَعْضٍ وَنِصْفُ لَيْلٍ لِغَيْرِهِمْ( تبيين الحقايق:۱/۲۰۱)
ژباړه:
مناسبه دا ده چې( اختلاف د مطالعو) ته اعتبار ورکړل شي. ځکه چې هر یو قام ځانته مخاطب دي، په هغه څه چې د دوی سره دي، او بېلېدل د سپوږمۍ د لمر له وړانګو نه، بدلیږي په اختلاف د اطرافو سره، لکه څنګه چې د وخت داخلیدل او وتل مختلف کیږي په اختلاف د اقطارو سره، تر دې چې کله په مشرق کې لمر زائله شي، له دې دا نه لازمیږي چې حتما دې په مغرب کې هم زائله شي.
همدا ډول راختل د سهار او ډوبیدل د لمر. بلکې کله هم چې لمر یوه درجه حرکت وکړي، نو دغه د یو قوم لپاره ختل د سهار شي او راختل د لمر دي د بل قوم لپاره. او ماښام د ځینو خلکو لپاره دي او نیمه شپه د نورو لپاره.
ځینو متاخرینو علماو ترې دا مطلب اخیستی:
زمونږ ځینې علماء کرامو د دې عبارت دا اخیستی دی چې، اختلاف د مطالعو معتبر دی. یعنې د سپوږمۍ طلوع(راختل) په ځینو سیمو کې مختلف وي. په ځینو سیمو کې سپوږمۍ طلوع کیږي او په ځینو کې نه کیږي. او دوی له طلوع څخه د سپوږمۍ د تولید(جوړیدل) مطلب اخیستی. یعنې په ځینو سیمو کې د سپوږمۍ تولید کیږی او په ځینو کې نه کیږي. لهذا په کومه سیمه کې چې د سپوږمۍ طلوع(تولید) وشي، هغوی دې روژه ونیسي او په کومو ځایونو کې چې د سپوږمۍ طلوع(تولید) نه دی شوی، پر هغوی روژه نېول لازم نه دي.
مطلب دا چې، دوی د مطالعو د اختلاف څخه د سپوږمۍ د تولید مطلب اخیستی. او که رښتیا هم د مطالعو د اختلاف څخه مراد د سپوږمۍ تولید وای، بیا خو د دوی خبره سهي وه.
د عبارت سهي مقصد:
خو د امام زیلعي رحمه الله د عبارت مقصد هیڅکله دا نه دی، کوم چې دوی ترې اخیستی.
بلکې د امام زیلعي رحمه الله د عبارت مقصد دا دی چې، د سپوږمۍ مطالع د لیدلو له پلوه مختلف دي، د تولید له پلوه مختلف نه دي(بلکې تولید خو یې په آن کې کیږي) یعنې کله چې د سپوږمۍ تولید وشي، نو په ځینو سیمو کې د دې لیدل شوني شي او په ځینو نورو کې شوني نه وي. ځکه چې سپوږمۍ چې پيدا شي، نو په اول وخت کې د لمر سترګې سره یوځای سفر کوي( د لمر شاع تېزې دي له دې کبله سپوږمۍ په نظر نه راځي). نو په کومو ځایونو کې چې د لمر غروب(ډوب) شي، لکه مشرقي(ختیځې) سیمې، نو د دوی لپاره د سپوږمۍ لیدل شوني شي او په کومو سیمو کې چې تراوسه لمر نه وي ډوب شوی(لکه لویدیځې سیمې) نو هلته د سپوږمۍ لیدل ناشوني وي. ځکه چې تراوسه هلته لمر نه دی ډوب شوی. او په اول وخت کې سپوږمۍ په هغو سیمو کې په نظر راځي چې لمر پکې ډوب شي، ترڅو چې لمر ډوب شوی نه وي، سپوږمۍ په نظر نه راځي، ځکه چې لمر ډوب شي او شعاع یې ختمې شي، نو سپوږمۍ په نظر راشي.
او په خپله امام زیلعي هم د خپل عبارت مقصد په دې عبارت کې واضح کوي. وایي: وَانْفِصَالُ الْهِلَالِ عَنْ شُعَاعِ الشَّمْسِ يَخْتَلِفُ بِاخْتِلَافِ الْأَقْطَارِ كَمَا أَنَّ دُخُولَ الْوَقْتِ وَخُرُوجَهُ يَخْتَلِفُ بِاخْتِلَافِ الْأَقْطَارِ حَتَّى إذَا زَالَتْ الشَّمْسُ فِي الْمَشْرِقِ لَا يَلْزَمُ مِنْهُ أَنْ تَزُولَ فِي الْمَغْرِبِ.
یعنې سپوږمۍ د لمر له شعاعو څخه د اطرافو د اختلاف له امله بېلیږي. تر دې چې که په مشرق کې لمر ډوب شي، نو ضرور نه ده چې په مغرب کې دې هم لمر ډوب شي.
خلاصه دا ده چې اختلاف د مطالعو نه مراد د سترګو لیدلو اختلاف دی؛ کنه پخپله د سپوږمۍ په طلوع کې هېڅ اختلاف نشته. ځکه چې د سپوږمۍ طلوع په یو وخت کې کیږي، ډېر وخت پرې نه لګیږي. ترڅو موږ ووایو چې سپوږمۍ په یوه سیمه کې طلوع شوې ده او په بله سیمه کې نه ده طلوع شوې. البته دا ویلی شو چې سپوږمۍ په یوه سیمه کې په سترګو لیدل شوې ده او په بله سیمه کې نه ده لیدل شوې.
نور بیا…
کابل ټکی کام دارالافتاء