دا چې نن طالبانو د کندهار پر امریکايي هوايي ډګر توغندويي بريد کړی او امريکايانو ته يې د تلفاتو اړولو ادعا کړې، دغه بريد په ارغنداب او نورو سيمو کې د امریکايانو له لوري له کابل ادارې سره هوايي مرستې او پر طالبانو او عام افغا ولس د بمباردونو غچ او انتقام دی.
تر دې وړاندې امريکايي لوري هر وخت ويلي چې د دوحې تړون مطابق تر مۍ مياشتې پورې دامریکايي پوځيانو وېستل ګران کار دی چې په وينا يې له لوژستيک پلوه او د ډېرو سامانو د وړلو له امله په دومره کمه موده؟ کې وېستل ګران کار دی چې دوی ورته تيار نه دي.
نو له دې امله ده چې د دوحې تړون له نقض کېدو سره مخ دی خو شنونکي او نور ځينې خلک اندېښمن دي چې د دوحې تړون په نقض کې به کوم لوری ډېر زيانمن شي؟
په دې کې شک نشته چې که چېرې د دوحې تړون نقض کيږي نو زيان به يې افغان ملت ته وي ځکه چې جګړه په افغانستان کې ده او امریکا او ناټو بر افغانستان باندې خپل خونړی يرغل کړی، د کابل ادراې اوباشان + امريکايان او ناټو باندې که چېرې طالبان کوم توند بريد وکړي نو دغه درېواړه متحدين يې انتقام او غچ له عام افغان ولس څخه اخلي نو له همدې امله ده چې د دوحې تړون په نقض کې به ځاني، مالي، اقتصادي او هر اړخيز زيان تر ټولو زيات افغان ملت او افغانستان ته اوړي.
خو اصل خبره دا ده چې امريکا ته به د امریکا د حيثيت، اقتصاد، نړيوالتوب او نورو اړخونو په نسبت خورا نه زغموونکی تاوان او زيان اوړي، ځکه چې طالبان او افغان ملت خو مجبور دی چې له خپل دين، ځان او هېواد څخه دفاع وکړي چې دا انساني نه بلکې حيواني اصل هم دی، خو که فکر وشي او د امریکا شل کاله مخکېنی دور راپه زړه شي نو وبه ليدل شي چې اوس يې حيثيت بلکل په صفر کې ضرب دی، امريکا په ټوله کې شل کاله مخکې په اروپا کې ځانګړی مقام او حيثیت درلود خو اوس داسې ښکاري چې ده حيثيت يې هم افغان جګړې صفر ته راښکته کړ او اوس اروپايان په دې هڅه کې دي چې تر څو به د امريکايي ګټو قرباني وي؟
همدارنګه ډېری امريکايي وګړي، دولتي مقامات، ان پنټاګون او نور په دې باور دي چې بايد افغان جګړه ختمه شي ځکه چې د امريکا اقتصاد يې صفر ته راښکته کړی او امريکايي بانکونه يې له رکود سره مخ کړي او کومې پيسې چې بې ځايه په افغان، نه ګټونکې جګړه کې مصرفېږي، بايد په امريکايي پروژو کې مصرف شي تر څو امريکايي وګړو او حکومت ته يې ګټه ورسېږي.
خو امريکا ته تر ټولو لوی زيان دا چې که چېرې د دوحې تړون نقض کیږي نو له طالبانو سره رامنځته شوی سوله اييز فرصت به بشپړ له منځه لاړ شي او بيا رامنځته کېدل به يې خورا زيات وخت ونيسي، همدارنګه اوس چې په دوحې تړون کې څه ناڅه امريکايي حيثيت پاتې دی، بشپړ به له منځه لاړ شي او اوس چې خلکو او سياسيونو فکر کاوه چې امریکا د دوحې تړون مطابق وځي نو له دې وروسته به ورڅخه د تړون له مخې د وتلو خبره غوڅه شي او په امريکا پورې به د ماتې نوم پورې شي چې بيا به يې جبران خورا ګران کار دی.