د پاکستان پوځي رژیم له افغانستان سره د مذاکراتو هڅې پيل کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)

سرچینو ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان د وروستي کلک او هدفمند غبرګون او د ټولو فشارونو پر وړاندې له مختلفو لارو د مذاکراتو هڅه کوي. د راپور له مخې، پاکستاني چارواکي ځیني سیاسيون، قومي مشران او متقاعد جنرالان متحرک کړي او له ځینو بهرنیو هېوادونو یې هم غوښتنه کړې چې د افغانستان سره د جګړې د درولو هڅې ګړندۍ کړي.

خو د افغانستان اسلامي امارت ټولو منځګړو ته واضح کړی چې خبرې به یوازې هغه وخت پیل شي چې پاکستاني پوځي رژیم صادقانه مذاکراتو ته حاضر شي او د خپلو کمزوریو پټولو، فریب او وخت ضایع کولو هڅه ونکړي. شنونکي دا هم وايي چې د پاکستاني رسنیو تبلیغات د پوځ د فشار او ضعف نښه ده.

افغان خبریال سمیع یوسفزي هم په کابل کې د يوې باخبره سرچينې له قوله لیکلي چې (نن له اسلام‌آباد څخه درې کسیزه غیر دولتي پلاوی کابل ته رسېدلی تر څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکیچ راکم کړي).

تر اوسه افغان حکومت په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button