کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳، کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې د عراق اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” ځواکونو د متحده عربي اماراتو د” فجیره” بندر د تېلو پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
راپورونه وایي، چې د متحده عربي اماراتو د فجیره بندر کې د تېلو پر تاسیساتو د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه تائید شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه بریدونه د بندر د نفتي تاسیساتو پر ځینو برخو ترسره شوي، خو تر اوسه د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه کره جزییات نه دي خپاره شوي.
د ویلو ده، چې فجیره بندر د سیمې له مهمو نفتي او سوداګریزو بندرونو څخه ګڼل کېږي او دا ډول پېښې د انرژۍ او سوداګرۍ پر بهیر اغېز کولی شي.


















