کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د کندهار ولایت د دهلې بند د ارتفاع د ۱۳ مترو په اندازه د لوړولو د تخنیکي مطالعاتو لومړنۍ سروې د اسلامي امارت د زعیم شیخ الحديث هبة اللّٰه اخندزاده د حکم پر بنسټ د وزیر ملا محمد یونس آخندزاده په مشرۍ او د وزارت د انجنیري ټیم په حضور کې پیل شوه.
ياد وزارت وايي چې د سروې د بشپړېدو وروسته به د بند د ډیزاین چارې هم ژر پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې دهلې بند د کندهار ښار او اوو ولسوالیو د کرنیزو اوبو اړتیاوې پوره کوي، خو د بند ظرفیت د رسوباتو له امله کم شوی دی.
د بند د لوړولو په نتیجه کې به د اوبو ستونزې هوارې شي او د حاصلاتو کچه به لوړه شي، چې د سیمهییزې کرنې او امنیت لپاره مهم پرمختګ ګڼل کېږي.


















