ټولګټو وزارت: د ۱۷۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ـ پروان لویې لارې د ترمیم چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ټولګټو وزارت وايي، د کابل ـ پروان لویې لارې د ۱۶.۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ۱۷۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شهاب ویلي، دغه پروژه د کابل ولایت د کوچکین سیمې څخه د پروان ولایت تر صوفیان پله پورې د سړک د دواړو لینونو د ترمیم چارې رانغاړي او له خصوصي سکتور سره یې قرارداد شوی دی.
د نوموړي په وینا، د پروژې د نظارت او څارنې چارې د کابل د ټولګټو ریاست له لوري ترسره کېږي. د دې سړک په ترمیم سره به د کابل ـ پروان پر لویه لار د مسافرو او موټرو د تګ راتګ ستونزې تر پخوا کمې شي.



