صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري نږدې دوه برابره زیاته شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې په ۱۴۰۴ کال کې د ۱۴۰۳ کال په پرتله د پام وړ پراخې شوې دي.
د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په وینا، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ټولیز ارزښت له ۲۹۶ میلیونه ډالرو څخه ۵۹۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی دی.
د مسؤلينو په خبره، د سوداګرۍ په دې وده کې تر ټولو لویه برخه واردات جوړوي، په داسې حال کې چې د افغانستان صادرات یوازې شاوخوا ۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې لا هم خورا کم بلل کېږي.



