روسیه هره ورځ د ۱۵ زره FPV بېپیلوټه الوتکو د تولید وړتیا ته لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال دینیس مانتوروف ویلي، روسي شرکتونه اوس هره ورځ د ۱۵ زره FPV ډوله بېپیلوټه الوتکو د تولید وړتیا لري.
د هغه په وینا، دغه کچه دوه کاله مخکې په یوه بشپړه میاشت کې تولیدېده، خو اوس د تولید ظرفیت په بېساري ډول لوړ شوی دی.
مانتوروف زیاته کړې چې په اوکراین کې جګړې د بېپیلوټه الوتکو رول په بنسټیز ډول بدل کړی دی. د نوموړي په خبره، ډرونونه پخوا تر ډېره د کشفي او څارنیزو وسایلو په توګه کارېدل، خو اوس په خپلواکو بریدګرو وسلو بدل شوي او د بېلابېلو تاکتیکي عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري.



