بنګویر: د ټرمپ او ایران هوکړه پر اسراییلو لازمي نه ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د اسراییلو د ملي امنیت وزیر ایتمار بنګویر ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایران ترمنځ شوې هوکړه پر اسراییلو باندې د عملي کېدو کومه لازمي پرېکړه نه ده. هغه ټینګار کړی چې اسراییل یو خپلواک دولت دی او خپلې پرېکړې په خپله کوي.
نوموړي زیاته کړې چې اسراییل د دغه ډول تړونونو برخه نه دی او هغه هوکړې چې د دوی امنیت نه شي تضمینولای، د منلو وړ نه دي.
بنګویر همدارنګه ویلي چې باید اسراییلي ځواکونه له هغو سیمو هم ونه وځي چې په لبنان کې یې د ده په وینا نیولي دي.



