د امریکا دفاع وزارت: اردن کې د وژل شویو دوو امریکايي سرتېرو هویت اعلان کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د امریکا دفاع وزارت (پېنټاګون) په اردن کې د ایران په بریدونو کې د وژل شویو دوو امریکايي سرتېرو هویت او انځورونه خپاره کړي دي.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، وژل شوې سرتېرې “ایزابیلا ګونزالس”د امریکا د پوځ ۱۹ کلنه غړې او لومړی بریدمن “ټایلر جېمز فیهان” د امریکا د پوځ ۲۵ کلن افسر، وو چې د ایران په بریدونو کې وژل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې دواړو سرتېرو تر دې وړاندې هم د امریکا په بېلابېلو پوځي ماموریتونو کې دندې ترسره کړې وې.
بل لور ته، د راپور له مخې په منځني ختیځ کې نښتې لا هم دوام لري او امریکايي ځواکونو د نهمې پرلهپسې ورځې لپاره د ایران پر اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، چې له امله یې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ لا هم پر خپل ځای پاتې دی.


