مولانا فضل الرحمن: پاکستان امریکا ته پر افغانستان د بریدونو زمینه برابره کړې وه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، د پاکستان حکومت د امریکا له خوا پر افغانستان د بریدونو لپاره زمینه برابره کړې وه او امریکایي الوتکو به د پاکستان له فضا په استفادې پر افغانستان هوايي بریدونه کول.

هغه زیاته کړې، پاکستان هېڅکله افغانستان ته د وسله‌والو د تګ مخه نه ده نیولې او د دې موضوع په اړه یې د اسلام‌اباد پر تګلارو نیوکه کړې ده.

فضل الرحمن د دیني مدرسو د ثبت په اړه د حکومت پر پرېکړو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، حکومت په غیر مستقیم ډول د مدرسو زده‌کوونکي لاریونونو او وسلو ته د لاس کولو لوري ته هڅوي، څو وروسته پوځ ته د هغوی د زور له لارې د مهارولو پلمه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button