د مکې دفاعي تړون؛ د ترکیې، سعودي او پاکستان لومړۍ غونډه ترسره شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د ګډ دفاعي تړون د ستراتیژیکې، سیاسي او دفاعي کمېټې لومړۍ غونډه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ‘هاکان فیدان” له غونډې وروسته په خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د درېیو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ دغه چوکاټ به په رسمي ډول «د مکې دفاعي تړون» یا «د مکې دفاعي ائتلاف» په نوم یادېږي.
فیدان وویل، د تړون د چارو د همغږۍ لپاره به دایمي سکرتریت د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې جوړ شي او د دغه ائتلاف لومړنی عمومي منشي به د پاکستان له لوري وټاکل شي. د ګډې اعلامیې له مخې، لومړنی عمومي منشي به د درېیو کلونو لپاره دنده ترسره کوي.
د راپورونو له مخې، د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان لوړپوړو سیاسي او دفاعي چارواکو په دې غونډه کې د ګډې دفاعي همکارۍ، د وسلهوالو ځواکونو د همغږۍ او د سیمهییز امنیت د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.



