سپاه پاسداران: اربیل کې مو د امریکا پر پوځي اډو توغندیز بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویلي، چې د عراق په اربیل ښار کې یې د امریکا پر پوځي اډو توغندیز او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي دي.
سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د برید پر مهال یې د امریکایي پوځ د تجهیزاتو د ترمیم مرکزونه، د وسایلو او پوځي تجهیزاتو زېرمتونونه او د امریکايي کشفي بالون د لارښوونې سیستم په نښه او ویجاړ کړي دي.
په خبرپاڼه کې همداراز ادعا شوې چې د بریدونو له امله یو شمېر امریکايي سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو د وژل شویو کسانو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.



