باسم نعیم: ستونزه حماس نه بلکې د اشغال دوام او د فلسطینیانو له حقونو انکار دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي “باسم نعیم” ویلي، چې د سولې شورا په دې کې پاتې راغلې چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د خبرو اترو پر مهال شویو هوکړو ته ژمن کړي.
نوموړي ویلي، چې دغه شورا اوس هڅه کوي خپله ناکامي پر حماس د نیوکو له لارې جبران کړي، سره له دې چې حماس د ملي مسئولیت له مخې چلند کړی او له سختو او اوږدو مذاکراتو وروسته یې د وړاندې شوې نقشې له طرحې سره موافقه کړې ده.
باسم نعیم ټینګار کړی، چې اصلي ستونزه حماس نه ده، بلکې د فلسطیني سیمو د اشغال دوام او د فلسطیني ولس له مشروع حقونو څخه انکار دی.
هغه زیاته کړې، چې د غزې راتلونکی او هویت به یوازې د دې سیمې د اوسېدونکو او فلسطیني ولس له لوري ټاکل کېږي، نه د کوم بهرني هېواد له لوري.



