د يمن حوثي ځواکونو د سعودي شروره پوځي اډه کې د وسلو پر زېرمو د برید ادعا کړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د يمن د حوثي ځواکونو پوځي ویاند ادعا کړې چې د سعودي عربستان د شروره سیمې په یوه پوځي اډه کې یې د وسلو پر زېرمو او د قوماندې او کنټرول پر خونو پوځي عملیات کړي دي.
بلخوا، د سعودي عربستان ملکي دفاع ادارې ویلي، چې په یوه توغنديز بريد کې دوه کسان ټپیان شوي او په یوه جومات، څو ودانیو او موټرو کې مالي زیانونه اوښتي دي. سعودي چارواکو پر ملکي سیمو برید د نړیوال بشري قانون ښکاره سرغړونه بللې ده.
د سعودي ملکي دفاع ادارې تر دې مخکې د ابها ښار او خمیس مشیط سیمې اوسېدونکو ته د احتمالي خطر په اړه خبرداری ورکړی و، خو وروسته یې وویل چې خطر له منځه تللی دی



