د ټرمپ اداره اسرائیلو ته د ۲.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د لېږلو پلان لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
واشنګټن پوسټ او رویټرز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره اسرائیلو ته د ۲.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د لېږلو پلان لري.
د راپور له مخې، په احتمالي معامله کې ۴۰ زره دوه زره پونډه، چې شاوخوا ۹۰۷ کیلوګرامه کېږي، بمونه شامل دي.
د یوه امریکايي چارواکي په وینا، په دې محموله کې ۲۰ زره «MK-84» او ۲۰ زره «BLU-117» بمونه او ۲۰ زره د «A-2000» ډول د سختو سنګرونو د ویجاړولو سرګلولې شاملې دي.
که معامله تصویب شي، د راپور له مخې، اسرائیلو ته به د دوه زره پونډه بمونو له پخوانیو لېږدونو څخه لویه محموله ولېږل شي.



